لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا:د ښځو ووټونو نه ورکولو په سر په اووه ضلعو کې بيا انتخابات روان دي


د خېبرپښتونخوا صوبې په اووه ضلعو کې د ښاروالۍ (بلدياتو) په هغو چوکونن بيا انتخابات کيږي په کومو چې په ۲۱م دسمبر ضمني انتخابات شوي او ښځو پکې ووټونه نه ؤ ورکړي.

د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن د ښاروالۍ د انتخاباتو مسؤل حارث ډيوه سره په خبرو کې وويل،

"دا انتخابات په هغو چوکو باندې کيږي په کومو پولينګ سټېشنو باندې چې د ښځو ووټونه د لس سلنې (فيصده) نه کم ريکارډ شوی ؤ، او د الېکشن کمېشن د اېکټ ۲۰۱۷ لاندې چې چرته د ښځو ووټونه د لس سلنې کم وي هلته به بیا انتخابات کيږي".

د صوبې د الېکشن کمېشن د شمېرو ترمخه د خېبرپښتونخوا په کوهاټ، بنو، لکي مروت، سوات، شانګله، بونېر او کوز دير کې نن په ۲۰م فرورۍ د سه شنبې په ورځ دا انتخابات روان دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په پولنګ سټېشنو به سهار د اته بجو نه د مازيګر څلورو بجو پورې د راې ورکولو عمل روان وي.

په اووه ضلعو کې په ۳۶ کونسلو باندې په ۲۷ جنرال کونسلر، دوه مزدور کسان، درې د ښځو او نهه د ځوانانو په چوکيو باندې انتخابات کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي د بره دير په څلورو يونين کونسلو د خراب موسم له کبله انتخابات ځنډول شوي او دا انتخابات به بيا په ۲۹م مارچ باندې کيږي.

نن چې د کومو ويلج کونسلو او تحصيل کونسلو په چوکو انتخابات کيږي په هغو کې تر ټولو زياتې چوکۍ په بونېر ضلع کې ۱۷ او ۱۲ په کوز دير کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG