لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومنداېجنسۍ احتجاج: نور به د چارواکو له خوا پر ناانصافیو پټه خوله پاتې نه شو


په مومند اېجنسۍ کې خلکو د موبایل شبکو او د کېمیایي سرو د بندیز او د ځایي کالج بل ځای ته د لېږدولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او د مومندو باجوړ لاره یې د احتجاج په توګه تړلې ده.

احتجاج کوونکو د خپلو غوښتنو لپاره شعارونه ورکړي او له خلکو سره یې د ځایي حکومتي انتظامیې چلند غندلی دی. دوی نعرې وهلې چې "پر کېمیایي سره او موبایل بندیز او د کالج لېږدول ورته د منلو نه دي".

احتجاج کوونکي وایي په ټوله مومند اېجنسۍ کې له تېرو لسو میاشتو راهیسې موبایل شبکه تړل شوې ده، چې دوی یې له ستونځو سره مخامخ کړي دي. دوی وایي د خپلو فصلونو خصوصاً د غنمو د حاصلاتو لپاره یې سیمې ته د کېمیایي سرې پر ورتګ هم له څو کلونو راهیسې بندیز دی، چې وایي دا د کروندګرو حقوق تر پښو لاندې کول دي.

په احتجاجي مظاهره کې شریک یو تن سلمان خان وایي، د مومندو حکومتي انتظامیې ته په وار- وار د دغو ستونځو په اړه شکایتونه کړي، خو نه دي حل شوې ځکه اړ شول چې د احتجاج لپاره سړکونو ته را ووځي:

"په قبایلو کې هسې هم روزګار کم دی، د مومندو پټي هسې هم په کال کې یو فصل کوي، نو چې پر کروندګرو سره هم بنده شي، بیا خو به د دوی فصلونه وچ شي. سره پیدا کېږي خو بیه یې ډېره زیاته ده"

احتجاج کوونکو د خپلو غوښتنو لپاره د مومندو- باجوړ لاره څو ګنټې تړلې وه او ټایرونه یې پکې سوځولي وو، چې موټرو ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله. دوی ټینګار کاوه چې (مومند کېډټ کالج) دي د ممدګټ ساپي پر ځای بیرته په غازي بېګ حلیمزي کې جوړ شي، ځکه چې وایي لومړی همدا ځای ورته ټاکل شوی وو.

یو بل احتجاج کوونکی سجاد مومند وایي، نور به د چارواکو له خوا پر ناانصافیو پټه خوله پاته نه شي:

"مخکې د جبر، ظلم، تښتونو او جېلونو خلاف زموږ د خلکو خولې بندې وې، خو اوس خلکو چوپتیا ماته کړې ده، نور که چارواکو، شرخوښو یا بل ځایي تن زیاتی کاوه، ځوانان به یې د مخنیوي لپاره په وړاندې کلک درېږي"

رپوټونه وایي احتجاج کوونکو په پای کې د لوړ مومند اېجنسۍ له مرستیال پولیټیکل اېجنټ طارق الله سره ولیدل او هغه ورته باور ورکړ چې ستونځې به یې حل کړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ په واڼه کې هم خلکو د عوامي ټیلیفون دفترونو (پي سي اوګانو) د بندیز په ضد احتجاج کړی وو، ځکه چې وایي هلته موبایل شبکې خو هسې هم کار نه کوي، مګر حکومت امر کړی چې د هر ټیلیفون کوونکي شناختي کارډ او شخصي معلومات دي وساتل شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG