لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چېتر چې په تر تر شي، زاړی سخی پکې سخوندر شي


په خېبر پښتونخوا کې اکثره سړي، ښځې، ځوانان او مليان په خپل خپل حساب د مياشتو نومونه اخلي.

پښتانه مشران او اکثره کرونده ګر د سنسکرت د ويکرامي يا بکرامي کېنلنډر په حساب چليږي چې د حضرت عيسا (ع) د پېداېش نه ۵۷ کاله اګاهو د ويکرم ديتيا باچا په زمانه کې عملي شوی وو.

د وېکرمي کلنډر د مياشتو نومونه لکه وېساک، جېټ وغېره پښتانه ايساکۍ يا بېساک بولي او ټولې مياشتې هم په خپلو ټکو کې داسې نوموي.

ايساکۍ (بېسا)، جېټ، هاړ، پشه کال، بادرو، اسو، کتک، مګر، پوه، ماه، پګڼ، چېتر.

پښتانه کرونده ګر د خپلو فصلونو د کر کروندې د حساب لپاره دغه دولس مياشتې په څلورو موسمونو کې داسې ويشلي دي.

  • اوړی: جېټ، هاړ، پشه کال
  • منی: بادرو، اسو، کتک
  • ژمی: مګر ، پوه ، ماه
  • پسرلی: پګڼ، چېتر بېساک

پښتانه مشران او بيا کلي وال کرونده ګر ددې مياشتو په خصلتونو خوندور متلونه او شعرونه هم وايي:

لکه چې د هاړ د مياشتې په بارانونو پورې مشهوره ده

"هاړ چې ورندی شي نو ټيغک هم وانه (وهنه) کوي"

(د هاړ په مياشت کې اکثر بارانونه نه کيږي او نه ټيغک مرغۍ فصلونو ته نقصان ورکۍ)

د پشه کال د سختې ګرمۍ ، ماشو مچانو، دوپ او خولو په اړه پښتانه مشران داسې وايي:

"دولس مياشتې کال دی ګنده يي پشه کال دی"

د بادرو د بادونو يا هوا په اړه داسې وايي:

"بادرو، باد راپرېږده په ورو ورو ، زميدار درته پراته دي زيړې خېټې په مېرو"

کله کله د پشه کال بارانونه بادرو ته هم اوږده شي چې کرونده ګر ورته ډېر خوشحاليږي، ځکه چې هم په دې وخت کې فصل دانه اخلي.نو په داسې کې پښتانه مشران وايي:

"بادرو چې ورنده شي د کندو مورۍ زنده شي"

د بادرو د سختې ګرمۍ په اړه پښتانه مشران وايي د بادرو په سخته ګرمۍ کې کله کله خلک او ځناور ليوني کيږي :

" ټول ليوني رغېږي خو د بادرو ليونی نه رغېږي"

پښتانه اکثر د اسو د سختې ګرمۍ نه سر ټکوي او وايي ددې مياشتې د سخت لمر نه خر هم سيوري ته تښتي

د کولالانو خبره چې خر په سور هاړ کې په تودو شګو او رېګونو کې رغړي نو هيله يي ملا توده شي ولې د اسو لمرته دی هم د ټينګې نه دی.او متل دی چې:

"اسو، ودي سو"

د اسو نه وروسته د کتک مياشت وي دغه د مني موسم وي. اوړی ختم شي او د خزان يخ والې شورو شي ، شپې يخي شي او پس له ماښامه پرخه ورېدل شرو شي.او زميندار د فصلونو په راغونډولو لاس پورې کړي.

پښتانه مشران وايي هلکه سوېلی ستوری ښکاره شو، مالونه کوټو ته کړئ او پخپله هم بهر مه اوده کېږئ کني چې سحر پاسۍ کلک لرګي به يي درنه جوړ شوي وي.

په دې مياشت کې په آسمان کې يو کړس کيږي چې پښتانه مشران ورته د سويل ډز وايي ، کرونده ګر وايي د سويل د ډز سره ماران او لړمانان په سوړو ننوځي، د چرمخکو نه لکۍ پريوزي او د مچو نه ماکوان جوړ شي.

کتک پسې د مګر مياشت راځي ، پښتانه کرونده ګر وايي که ځان له څوک ښه ګوړه اخستل غواړي نو د مګر په مياشت کې دې اخلي، ځکه چې په مګر کې ګني پاخه شي او ګوړه يي کلکه وي تر ډېره په خمبه يا کندو کې ساتل کېدی شي.

د مګر نه وړاندې هم ګني کچه وي نو ځکه يي ګوړه هم کلکه نه وي او د مګر نه پس د پوه ماه سخته يخني شرو شي چې پکې په اکثرو سيمو کې درنه چنۍ وريږي نود چنۍ وهلي ګنيو ګوړه تروه وي او چاې پکې هم ښه نه جوړيږي.

پوه ماه چې د ژمي مينځ وي ددې مياشتو د يخنۍ په اړه پښتانه مشران داسې وايي:

" چې پوه شي، ساړه په پښو شي. چې ماه شي ساړه په شاه شي"

د پوه ماه په يخنۍ کې د ولو، لختو، نهرونو او خوړونو اوبه رڼې شي او هر څه پکې صفا ښکاري خو دومره يخې وي چې سم چکونه لګوي .

په دغه يخو اوبو کې لامبل يا اودس کول ډېر ګران وي، اکثره پښتانه په دغه يخنۍ داسې ټوقې کوي:

"" تيموم وهم په درب، ته يي واورې زما رب،

پګڼ په چېتر پورې، تر بېساک به راته ګورې"

( مطلب دا چې په دغه يخو اوبو خو د لامبلو يا اودس کولو توان نه لرم، دغه حاجت به تر بېساک پورې په تېموم پوره کوم،)

په پوه ماه کې اکثره ونو بوټو کې پاڼې نه وي ځکه نو پښتانه مشران د هغه چا په حقله چې بې څوکه وي يا ډېر غریب وي ، داسې وايي:

"هلکه دا فلانی سړی خو سم د پوه ماه توت دی" ( مطلب نه يي څوک شته او نه ورسره څه شته.)

د پښتنو مشرانو په حساب د کال آخيري دوه مياشتې پګڼ او چېتر دي دا د پسرلي مياشتې دي چې ونې بوټې پکې سترګې (غوټۍ ) سپړي او کرونده ګر پکې نوې بوټي نالوي.

په دې مياشتو کې اکثر بارانونه مات شي او تر بېساک ،چې په دغه حساب د کال لومړۍ مياشت ده، روان وي.

د چيتر د مياشتې د باران د نا صاپي شېبو او بيا ودرېدلو په اړه پښتانه مشران داسې وايي:

"چېتر چې په تر تر شي زاړی سخی پکې سخوندر شي"

د چيترد بارانونو سره شينکی په موج کې شي او په پټو کې خيد هم ښه خېرازه وي نو ځکه چې په ټول ژمي کې څاروو وچه ګيا خوړلې وي او د خيد په رارسېدو دوي هم په مستۍ شي.

د خيد په اړه دا متل هم شته چې:

"خر د خيد په خوراک څه پوهېږي"

چې هوښياران ددې نه دا مطلب اخلي چې کم عقل د قيمتي توکو په ارزښت نه پوهيږي.

دغه د پخوانو پښتنو او کرونده ګرو د کال حساب او د مياشتو نومونه دي.چې شرو يي د بېساک د مياشتې نه کيږي او په ميلادي کال د مارچ د مياشتې ۱۵م سره سمون خوري. او په دغه حساب هره مياشت د ميلادي کال په ۱۵مه شرو کيږي او په۱۴م ختمېږي.

د افغانستان ايران او پهمينځني اېشيايي هيوادونو کې نوی کال يا نوزو د مارچ په دريمه اوونۍ يا هفته کې پېل کيږي چې د پښتنو په سيمه ورته دهقان ورځ هم وايي

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG