وال سټریټ جرنل ورځپاڼې لیکلي، سعودي د پاکستان په ملاتړ دا ګام په داسې وخت کې اخیستی، چې اسلام اباد څو ورځې وړاندې سعودي ته د خپلو ۱۰۰۰ تنو پوځي سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ.
په ملګرو ملتونو او افغانستان کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په خپل یوه ټویټ کې ویلې، چې سعودي عربستان هم د ترکي او چین غوندې د درو میاشتو لپاره د لوېدیځو هېوادونو د هغه وړاندیز په ځنډولو کې مرسته وکړه، چې غواړي پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په نړیوال نوملړ کې شامل کړي، خو وایي که پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، دا مرسته به یې ډېر دوام ونه کړي.
په پېرس کې د ترهګرۍ لپاره د مالي سرچینو د څار په نړیواله غونډه کې شاملو ځینو چارواکو ویلي، چې امریکا د شورو- چارشنبې په دې هڅه کې وه چې د څار په نړیوال نوملړ کې د پاکستان د شاملولو پرېکړه بدله کړي.
خو وایي په داسې حال کې چې پاکستان یې د ملاتړ تر لاسه کولو په لټه کې وو، د امریکا هڅو- چې پر سعودي باندې فشار هم پکې شامل دی- د زیارت په ورځ دا امکان پیدا کړ، چې ډېر ژر د پاکستان په ضد یوه بله رایه هم خپله کړي.
سعودي عربستان د اوسني باچا محمد بن سلمان په مشرۍ د امریکا نیژدې متحد دی، خو دا د حیرانۍ وړ ګڼل کېږي چې هغه د پاکستان په ملاتړ د امریکا د دې ګام په ضد رایه ورکړي، چې غواړي پاکستان د ترهګرۍ د مالي سرچینو د نه تړو په تور په نړیوال نوملړ کې شامل کړي.
هغه هېوادونه چې د امریکا د قرارداد ملاتړ یې کړی، بریتانیا، فرانس، جرمني او نور هېوادونه شامل دي. دغه وړاندیز یوې کاري ډلې پیل کړی او هغوی به د ۳۵ هېوادونو استازو او دوو سیمه ییزو ډلو ته د پېرس په غونډه کې سپارښتنې کوي، چې د جمعې تر ورځې لا دوام لري.
پاکستان په پېرس کې د روانې غونډې له پیله راهیسې هڅه کوي، د ماليې د څار د نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) د غړو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي، چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور د څار په نړیوال نوملړ کې شامل نه شي.
داسې څرګندېږي چې سعودي د خلیج د همکارۍ شورا په مرسته د پاکستان په ملاتړ رایه ورکړي. په دې شورا کې شپږ خلیجي هېوادونه شامل دي، چې د ماليې د څار د نړیوالې ادارې ګډ غړیتوب لري، خو ریاض تر اوسه د خپلې پرېکړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د میرویس همت په نوم یو تن پر ټویټر لیکلي چې امریکا باید د پاکستان په ملاتړ د سعودیانو په را خپلولو کې برخه وانه خلي. وایي سعودي غواړي پاکستان تل له مالي پلوه فعال وویني، چې له ترهګرو سره اړیکې ټینګې وساتي او عرب تل له پاکستانه ګټه واخلي.
سره له دې چې سعودي هم د پاکستان په ملاتړ رایه ورکړې، خو امریکا اوس هم هیله منه ده چې د پېرس د غونډې تر پایه به په دې بریالۍ شي، چې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو په تړلو کې د ناکامۍ په تور د څار په نړیوال نوملړ کې شامل کړي.