لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ټاپي پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی


طالبانو دترکمنستان څخه دافغانستان دلارې پاکستان اؤ هند ته د ګاز د نل تیریدو د پروژې (ټاپي)دملاتړ اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دخپل واک لاندې سیمو به دتیریدلو په کار کې همکاري کوي.

ددغه پروژې دپایي مراسمو کې دبرخې اخستو دپاره د افغانستان اولسمشر اشرف غني نن دجمعې په ورځ دیو هئیت په مشرۍ ترکمنستان ته رسیدلی دی.

د ټاپي نل ۱۸۱۴ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلومټره یې د افغانستان په دننه کې تیریږي.

ټاکل شوې د دې پروژې کار نن د هرات په ولایت کې په رسمي ډول د ټاپي د پروژې د شاملو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو او چارواکو له خوا پیل شي

طالبانو دجمعې په ورځ یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې ټاپي پروژه د اقتصادي پلوه ټولې سیمې دپاره د ارزښت وړ ده اؤ طالبان به د خپل واک لاندې سیمو کې ددې پروژې عملي کیدو سره کوټلې همکاري کوي.

طالبانو دا اعلان هم کړی چې افغان دولت په نورو ډیرو پرژو کې درغلۍ کړي خو که په دې پروژه کې یې د درغلۍ هڅخه وکړه نو طالبان به یې مخه نیسي.

هغوئ ویلي د ټاپي پروژې سوچ د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې ؤ خو په دې پروژه کار افغانستان کې دامریکایی پوځیانو د موجودیت له امله ځنډیدلی دی.

دا لمړی ځل دی چې دافغان حکومت په ضد ولاړو یاغي طالبانو د دولت لخوا پیل کړل شوې کومې پروژې سره خپل پیوستون اعلان کړی دی.

افغان حکومت په سمدستي ډول د طالبانو ددې اوسني اعلان په اړوند خپل دریځ نه دی واضحه کړی خو تیره اوونۍ داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې داشرف غني حکومت طالبانو سره دسولې په پټو خبرو اترو بوخت دی.

تیره میاشت کابل کې د دریوؤ سترو ترهګریزو بریدونو دمسولیت منلو وروسته دامریکا صدر ډانلډ پرمپ طالبانو سره د خبرو اترو ختمولو اعلان کړی ؤ.

خو تیره اوونۍ طالبانو دامریکایي کانګریس اؤ اولس په نوم یو پرانستي لیک کې د سولې په خبرو ټینګار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې افغان کشاله دخبرو اترو پرته بل هواری نه لري.

کابل اؤ واشنګټن تور لګوي چې طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په وینا افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG