دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکا د شمالي کوریا په ضد دتاریخ تر ټولوستر بندیزونه لګوي اؤ که چرې دې بندیزونو هم کار ونکړو نو بیا به بل پړاؤ ته ورځي چې” هغه به د نړۍ دپاره ډیره د بدبختۍ خبره وي”
د اسټریلیا صدراعظم میلکم ټرنبل سره خبرو کې ښاغلي ډانلډ ټرمپ شمالي کوریا ته د راتلونکي پړاؤ دسختو نتیجو خبرداری خو ورکړی ولې سپینه کړې یې نه ده چې په دغه پړاؤ کې به شمالي کوریا سره څه چلند وشي؟
هغه د اشارو په ژبه یوازې دومره ویلي که دې بندیزونو کار ونکړو نو بیا به بل پړاؤ ته ځو اؤ “دا به دبدبختۍ نه ډکه وي”
د ټرمپ انتظامیې چارواکي وایي امریکا دغه نوي بندیزونه دشمالي کوریا په ۵۶ادارو ،په ۲۷ؤ سمندري اؤ سوداګریزو ادارو ، په ۲۸ سمندري بیړیو اؤ یو شخص لګولي چې دا په ټوله نړۍ کې موجودیت لري .
امریکایي چارواکي ددغو بندیزونو مقصد په شمالي کوریا فشار راوړل ښایي تر څو ددغه هیواد د اټومي پروګرام دپاره دمالي منابعو مخه ونیسي.
تیرکال د نومبر په میاشت کې د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان ته په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړی ؤ چې هغه کومه وسله ترلاسه کوي د دې نه به يې د حکومت نور خوندي کېدو وروستو د لا ډېرو خطرو سره مخ شي.
صدر ټرمپ د نړۍ په قامونو غږ کړی ؤ چې "د شمالي کوریا د ظالم حکومت يواځې کولو، د هر ډول مرستو ورکولو او ملاتړ ترلاسه کولو د مخنيوي په لړ کې دې هڅې وکړي"
تیرکال شمالي کوريا په درېم ستمبر شپږمه جوهري ازماينه کړې وه د کوم په اړه چې ويل کيږي هغه هایډروجن بم ؤ.
هایډروجن د روایتي ایټم بم نه ډیر زیات طاقت ور وي