لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ږوب احتجاج: د ملېشې چيک پوسټونه نه غواړو ختم دې شي


د بلوچستان په ږوب سيمه کې يوه احتجاجي مظاهره شوې، چې د کوټې او ږوب ښار تر منځ د ملېشه ځواکونو د چيک پوسټونو د ختمېدو غوښتنه يې کړې ده.

په احتجاج کې شريکو خلکو ويلي چې پر دغو چيک پوسټونو د ښځو تلاشۍ هم اخيستل کېږي، چې وايي دا کار د پښتنو د کلتور سپکاوى دى او هيڅکله به يې ونه زغمي.

لسګونه احتجاج کوونکي چې ځوانان او سپين ږيري پکې شامل وو او د ږوب پريس کلب مخې ته را غونډ شوي وو، په لاسونو کې يې شعارپاڼې را اخيستې وې چې دغه نعرې ورباندې ليکلې وې:

"د مسافرو تنګول بند کړئ، د ښځو تلاشي بنده کړئ، په ږوب کې دې د ايف سي [ملېشه وو] ناجايز چيک پوسټونه ختم شي"، د ليکلو شعارونو تر څنګ يې په لوړ اواز هم خپلې غوښتنې تکرارولې.

مظاهرچيانو تور پورې کړ چې وايي د کوټې او ږوب تر منځ او د ږوب او ډېره اسماعيل خان تر منځ د ملېشه ځواکونو پر چيک پوسټونو رشوت اخيستل کېږي او په ازادۍ سره قاچاک (ګورېزي) ورباندې کېږي، خو عام خلک د تلاشۍ په پلمه ځورول کېږي.

احتجاج ته په وينا کې يوه ځوان زمرک خان مندوخېل له مرکزي او صوبايي حکومته غوښتنه وکړه، چې د ږوب پر چيک پوسټونو دې د خلکو ځورول بند شي، ځکه چې وايي ملېشه سرتېري د شناختي کارډ کتلو په پلمه خلک تنګوي:

"موږ غوښتنه کوو چې دا چيک پوسټونه دې بېخي ختم شي، موږ ته هيڅ ضرورت نه شته، په نورو ځايونو کې نه چيک پوسټونه شته نه تلاشۍ شته خو امن دي، دلته پر دومره چيک پوسټونو برسېره هم امن نه شته او ترهګر پر همدغو چيک پوسټونو تېرېږي"

مظاهرچيانو وويل که دغه امنيتي چيک پوسټونه نه ختم کېږي نو ځايي لېويز پوليس دې ورباندې وګومارل شي، ځکه چې وايي هغوى خلک پېژني او د تلاشۍ په نامه خلک نه تنګوي.

دوى وويل چې پر دغو چيک پوسټونو کله هم کوم ترهګر نه دى نيول شوى، وايي که کله دوى ته د کوم مشکوک تن خبر ورکړل شي بايد هغه ونيسي، نه دا چې هره ورځ د موټرو اوږده کتارونه ولاړ وي، ښځې، ماشومان او سپين ږيري- چې ناروغان هم پکې شامل وي- د تلاشۍ په نوم درول کېږي او ځورول کېږي.

احتجاج کوونکو وويل که يې غوښتنې ونه منل شي او د ملېشه ځواکونو پر چيک پوسټونو د خلکو ځورول بند نه شي نو بيا به دوامداره احتجاجي ناستې پيل کړي. مظاهرچيانو ته يوه بل وينا کوونکي عدنان خان شاليزي وويل، د ملېشه ځواکونو چيک پوسټونه د امن راوستلو پر ځاى د سيمې امن خرابوي:

"پر چيک پوسټونو زموږ د ښځو بې عزتي شوې ده دا نور نه شو زغملاى، دا زموږ د پښتني او اسلامي رواياتو خلاف کار دى، موږ نور د ملېشې چيک پوسټونه نه منو"

د احتجاجي مظاهرې منتظمين وايي، د ملېشه ځواکونو چارواکو تر احتجاج وروسته ورته باور ورکړ، چې نور به پر چيک پوسټونو د ښځو تلاشۍ نه اخيستل کېږي، خو دوى غوښتنه کوي چې يا دې چيک پوسټونه ختم کړل شي يا دې د سيمې لېويز پوليسو ته وسپارل شي.

په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ تر پېښو وروسته د پاکستان په اکثرو ښارونو خصوصاً په پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې د پوځ او ملېشه ځواکونو د تلاشۍ چیک پوسټونه لګېدلي، خو خلک شکایت کوي چې پر دغو چیک پوسټونو یې نه یواځې وخت ضایع کېږي بلکې ځورول کېږي او بې عزته کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG