لاس رسیدونکی لینک

 
امريکايي استازو افغانستان کې د سولې په خبرو ټینګار کړی
تازه خبر

امريکايي استازو افغانستان کې د سولې په خبرو ټینګار کړی


د سويلي اسيا او مرکزي اسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز او ناټو کې د امريکا استازې بېلې هېچسن ويلي د افغانستان د مسلې حل لاره مزاکرات دي طالبان بايد د خبرو مېز ته راشي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې وېلز ویلي طالبان اوس هم موقع په لاس کې لري چې د خبرو مېز ته راشي،

"طالبانو ته مو ته مو دغه پېغام دی چې د مذاکراتو دروازه لا خلاصه ده، هغه طالبان چې د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان ائين مني" کولی شي چې راشي او د خبرو بهير کې شامل شي.

ښاغلې وېلز ویلي دوي طالبانو سره د سولې دپاره د خبرو څخه انکار نه دی کړی خو طالبان په دغه اړوند کوم مثبت غبرګون نه دی څرګند کړی.

بل لور ته د نېټو په اتحاد کې د امريکا استازې هم افغانستان کې د سولې په خبرو ټینګار کړی دی.

ښاغلې هېچسن د نېټو اتحاد د غړو هېوادونو ترکي، جرمني او اټلي د استازو سره د افغانستان په سفر کې دغه خبره کړې ده چې د امريکا صدر په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د امريکايي دريځ وروستو طالبانو وحشي خونړي بريدونه پېل کړي دي.

هغې ويلي د افغانستان دپاره د اګست په مياشت کې د امريکايي تګلارې دا خبره هم برخه وه چې طالبان د خبرو مېز ته راوستی شي.

ښاغلې ويلي د افغانستان د کړکېچ يواځينۍ حل لاره خبرې دي.

هغې زياته کړې ده چې په نېټو کې د امريکا اتحاديان به افغانستان بيرته جګړو ته ورنکړي.

امريکايي استازې سره په افغانستان کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال نکلسن هم رسنيو سره خبرې کړي او په افغانستان کې يې د داعش د موجودګۍ خبره کړې خو ويلي يې دي په دغه هېواد کې داعش په دومره شمېره کې نشته څومره يې چې روس يادوي.

هغه ويلي په افغانستان کې د داعش شمېره د دوه زرو نه کمه ده، هغه ويلي د داعش تندلاري د افغانستان په ننګرهار، کونړ او جوزجان کې شتون لري او هلته په جګړو بوخت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG