لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد نزدې ملګری افتاب مسيد په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیس وايي د افتاب مسيد مړی ورته پرون د شنبې، خالي په ورځ ترلاسه شوی او پولیس پخلی کوي چې په هغه تشدد شوی او په ډزو وژل شوی دی.

بل لور ته د جمعې په ورځ د باجوړ سره تعلق لرونکي انجينئير احسان الدين د وژنې پرضد باجوړ کې احتجاجي مظاهرې دوام لري.

افتاب مسيد نن په ډېره اسماعيل خان کې او احسان الدين پرون په باجوړ کې خاورو ته سپارل شوی ؤ.

د خالي په ورځ ډېره اسماعيل خان کې وژل شوی افتاب مسيد د ګومل پوهنتون زده کوونکی او تعلق يې د جنوبي وزيرستان د مکين سره ؤ، هغه په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقيب الله مسيد نزدې ملګری ؤ.

افتاب مسيد د نقيب مسيد د وژنې پرضد پښتون لاريون کې هم ګډون درلود.

د ډېره اسماعيل خان د مرکزي پوليس سټېشن مشر انسپکټر ګل حميد مروت پخلی کړی چې افتاب مسيد په ناين اېم اېم تماچه درې ډزه ويشتل شوی او په وجود يې د تشدد نخښې هم وې.

د افتاب ورور ډيوه سره په خبرو کې وويل د دوي د چا سره شخصي دښمني نه وه او زياته يې کړه دا پېښه په بندوبستي علاقه شوې دوي په تاڼه کې مقدمه درج کړې او غوښتنه کوي چې پوليس په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوم کړي.

پوليس افسر ډيوه سره په خبرو کې وويل د افتاب د وژنې په تړاؤ يې پلټنې پېل کړي او څلور مشکوک کسان یې هم نيولي دي.

هغه ادعا وکړه چې دوي ګڼي په نيول شوؤ کسانو کې مرکزي کردار ته رسېدلي دي.

بل لور ته د جمعې په ورځ د باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکی احسان الدين چې د ايي ټي انجينيئر ؤ په تخت بايي سيمه کې وژل شوی ؤ د هغه د وژنې پرضد په باجوړ کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري.

د احسان الدين پلار جهانزېب ډيوه ته ويلي زوی يې د اسلام اباد نه کور ته په لار ؤ او د مردان په تخت بايي سيمه کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

هغه وويل د دوي د چا سره دښمني نشته او د انصاف غوښتنه کوي.

باجوړ کې پرون د شنبې په ورځ د احسان الدين د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره شوې او نن هم د مظاهرې تابیا شوې ده.

مظاهره چیانو ويلي دوي غوښتنه کوي او ځواب غواړي چې د باجوړ ځوانان په کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې ولې وژل کیږي.

د باجوړ احسان الدين په داسې حال کې وژل شوی چې يوه اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې د باجوړ سره تعلق لرونکي د کراچۍ پوهنتون يو بل زده کونکي احمدشاه مړی ترلاسه شوی ؤ.

تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د جنوبي وزيرستان د مکين سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د پوليس په يوه جعلي مقابله کې وژل شوی او د هغه د وژنې پرضد ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

د دغو احتجاجي مظاهرو ترڅنګ په سوات کې د پوځي چيک پوسټونو پرضد هم احتجاجي مظاهرې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG