لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال دوژنې د مقدمې په فېصله کې نيم انصاف شوی ځکه مو اپيل وکړؤ، اقبال خان


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان پلار اقبال وايي، "د مشال خان د وژنې په مقدمه کې نيم انصاف شوی او نيم انصاف نه دی شوی" ځکه دوي بالا عدالت هائيکورټ ته لاړل او د ترهګرۍ د مخنيوي د عدالت فېصله يې چېلنج کړه.

ډيوه سره په خبرو کې اقبال خان وويل په هغو ويډیو فلمونو کې چې د مشال خان دوژنې په مهال جوړ شوي دغه ټول ۵۷ نيول شوي يا ۶۱ ککړ کسان په دې وژنه کې يو شان شريک دي " نو مونږ ته خو دا ټول ۶۱ قاتلان دي ځکه مونږ وايو په فېصله کې پوره انصاف نه دی شوی".

هائيکورټ کې د اقبال لخوا خواست کوونکو پينځه ؤ وکيلانو د ډلې غړی فضل خان اېډوکېټ وايي دوي پرون د شنبې، خالي په ورځ هائيکورټ" ته شپږ اپيلونه کړي دي له دې وړاندې مونږ د هغو ۲۶ کسانو خلاف اپيلونه کړي وو کوم چې عدالت خوشي کړي وو".

هغه وويل دوي " اوس د عدالت نه د اورل شوؤ سزا ګانو پرضد اپيلونه کړي دي چې کومو ۲۶ کسانو ته سزاګانې اورول شوي دوي هغه کمې ګڼي"، دوي غواړي چې ټولو ته د مرګ سزا ورکړی شي.

هغه وويل يو اپيل د دې دپاره شوی چې علي عمران نومې تن د مرګ سزا دوه ځله وارول شي او نور پينځه اپيلونه يې په نورو اورول شوؤ سزاګانو کې کړي دي.

د روانې مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د عدالت قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

په دغه فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

دا چې د دغه فېصلې پرضد د خېبرپښتونخوا حکومت هم سترې محکمې ته اپيل کړی د مشال د کورنۍ اپيل ته څه اړتیا وه؟ په دغه اړوند فضل خان وويل "د قانون ترمخه د مقدمې مدعي که د فېصلې نه خوشحاله نه وي هغه هم د اپيل حق لري، حکومت هم د پراسيکيوشن په طور کولی شي او سزاوار هم د اپيل حق لري".

هغه زياته کړه حکومت اپيل کړی خو د حکومت اپيل د يوې خاص پاليسۍ د لاندې وي بيرته يې هم اخستی شي، ځکه دوي د مشال خان د کورنۍ لخوا اپيل وکړو.

د فېصلې يوه اوونۍ وروستو د مشال ورور اېمل خان د ۲۶ خوشي کسانو د بيرته نیولو دپاره اپيلونه کړي وو، فضل خان وايي په هغه وخت ځکه د سزاګانو پرضد اپيل نه ؤ شوی چې د قانون ترمخه دوي اوس دغه اپيلونه کولی شو په هغه وخت يې نشو کولی.

بل لور ته اقبال خان وايي "دوي پوره انصاف غواړي چې په دې ملک کې د قانون او دستور بالادستي قايمه شي د دې ملک د بچو تحفظ وشي د تعليم سره سره د دوي د ژوند هم، او دې سره مونږ په نصاب کې د بدلون غوښتنه هم کوو".

دا چې اقبال خان او کورنۍ ته د مشال د وژنې د فېصلې اورولو وروستو کوم ګواښونه شته کنه؟ ځواب کې نوموړي وويل " نېغ په نېغه ګواښ خو مشال ته هم نه ؤ هغه خو په رڼا ورځ په يونيورسټۍ کې د ټولو ادارو په موجودګۍ کې قتل شو".

هغه وويل "دلته شپول لګي او فصل خوري هر څه سړي ته (ترېټ) ګواښ دی".

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

دمردان پولیسو د مشال دوژنې په تور ۵۸ کسان نیولي او درې تنه تراوسه مخروران دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG