لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکیله ناز "سري دیوي" سره دخپلو تیرو شوؤ لمحاتو کیسه کوي


سري ديوي،شکیله ناز
سري ديوي،شکیله ناز

دهندي فلمونو دهنرمندې سري دیوي په مړینه په ټوله نړۍ کې د هغې مینه وال خفه دي خو دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز هم دهغې ناساپي مړینې ډیره دردولې اؤ وایي” دومره پرې خفه شوې یم چې له سترګو مې پسې اوښکې تللي دي”

شکیله ناز وایي د سري دیوي دمړینې دخبر په اوریدلو سره سم یې هاغه ټولې تیرې لمحې مخې ته نیغې ودریدلي چې د سري دیوي سره یې یو ځایې د فلم “زندګي ایک جوا په سیټ “تیرې شوې وې

شکیله ناز که اوس هرڅو دفن دنړۍ نه یوې ډډې ته ناسته ده اؤ سندرې نه وایي خو هغې دفن په نړۍ جوخت نظر ساتلی ، سندرغاړي دي که فلمي ستوري له ټولو ځان باخبره ساتي اؤ وایي “په خوشحالو یې خوشحاله اؤ په خفګان یې دوړیږم”

شکیله ناز چې کله سندرې ویلې نو یوازې یو یوازې پښتانه یې دفن مینه وال نه وؤ بلکې په هندي فلم انډسټرۍ کې د خپل وخت ډیر وتلي ستوري هم دشکیله ناز مینه وال وؤ چې په هغې کې د سري دیوي سخرانه هم شامله ده.

شکیله ناز دماهوري اؤ انیل کپور سره
شکیله ناز دماهوري اؤ انیل کپور سره

سري دیوي د هندي فلمونو د وتلي ستوري انیل کپور په رور بوني کپور واده وه چې بوني کپور پخپله هم هندي فلم انډسټرۍ یو ډیر لویې فلسماز دی.

وائس اف امریکه ډیوه سره شکیله ناز سري دیوي اؤ دهغې سخرانې سره دخپلو تیرو شوؤ وختونو کیسه داسې کوي :

"په کال ۱۹۹۱ کې مې دهند په ممبۍ ښار کې په یو روغتون کې د مور علاج روان ؤ، دانیل کپور اؤ بونی کپور پلار سرندر کپور سره مو خانداني اړیکې وې نو هغوئ به راله روغتون ته هر وخت پوښتنې له راتلل"

شکیله ناز وایي هغوئ ته به روغتون ته ډوډۍ هم دانیل کپور یا د بوني کپور د کوره راتله خو په دغو ورځو کې لا سري دیوي پیغله وه اؤ بوني کپور سره یې واده نه ؤ شوی ځکه نو بوني کپور به خپله مشره ښځه دځان سره روغتون ته راوستله.

هغه وایي دهند ډیرو فلمي ستورو دهغې اواز اوریدلی ؤ اؤ مینه یې ورسره کوله ځکه نو یو شمیر هنرمندانو ورسره دلیدلو خواهش څرګند کړی ؤ

"د وخت لویو لویو هیروګانو اؤ هیروئنو سره مې لیدل هم شوي وؤ اؤ هغوئ راله دمیلمستیا بلنې هم راکولې خو ما وخت نه لرلو اؤ یوازې د انیل کپور په بلنه په دغه مهال( ۱۹۹۱ ) دجوړیدیونکي یو فلم (زندګي ایک جوا) شوټنګ کتلو له د نزدې نه ورغلم اؤ دغلته مې دفلم په سیټ د سري دیوي اؤ مادهوري سره ملاقاتونه وشول"

دا هاغه وخت ؤ چې سري دیوي اؤ ماهودري د هند په فلم انډسټرۍ راج کولو اؤ دهغوئ لیدلو ته د وخت لویې لویې حکمرانان لیواله وؤ.

خو شکیله ناز وایي چې سري دیوي اؤ مادهوري خپل ټول مصروفیات شاته کړل اؤ هغې سره یې ګپ شپ ته وخت وویستلو.

دهغې په وینا” زه چې کله دفلم سیټ ته ورغلم نو سري دیوي د رخصتیدو په حال کې وه خو انیل کپور اؤ نورو چې ورسره زما پیژندګلي وکړه نو کلکه غاړه یې راکړه اؤ ویل یې اوس خو نه ځم”

هغه وایي بیا “ددغه فلم هیروئن مادهوري ، سري دیوي اؤ زه دفلمي سیټ نه یوې ډډې ته کیښیناستو ،ښې ډیرې خبرې مو وکړې. دهند اؤ پاکستان په فلمونو ، سندرو شخصیاتو اؤ دیو بل په شخصي ژوند مو خبرې وکړې”

شکیله ناز وایي په دغه ملاقات کې یې محسوسه کړه چې سري دیوي یوه ډیره مینه ناکه ،ساده اؤ شوخه خو کم ګویه جینۍ وه.

وایي “راته یې ویل چې فلمي مصروفیات مې سیوا دي ګنې زړه مې غواړي چې پاکستان ته لاړه شم اؤ ټولې ښکلې سیمې یې وګورم”

شکیله ناز وایي” زمونږ خبرې لا روانې وې چې سري دیوي خپلې ګړۍ(ساعت) ته وکتل اؤ وې ویل اوهو دا خو زه ډیره لیټ شوم اؤ په منډه پاڅیده، ماته یې یوه خوږه مسکا وکړه اؤ وې ویل بیا به ملاقات کوؤ ، اؤ دغه ملاقات ورسره زما وروستی ملاقات ثابت شو”

هغه وایي د سري دیوي په بیړه تګ دا موقعه هم ورنکړه چې هغې سره یې عکس اخستی وی خو دهغې سره تیره شوې هره لمحه یې په سترګو کې عکس ده.

سري دیوي تیره شپه په دوبۍ کې د زړه د دورې له امله د ۵۴ؤ کالو په عمر کې مړه شوې ده اؤ ټاکل شوې دهغې رسمي رسومات به وروسته په هند کې ترسره شي

د سري ديوي نه دوه لوڼه خوشي او جهانوي يتيمانې پاتې شوې.

نوموړې کال کال ۱۹۶۳م کې د اګست په ۱۳ مه نېټه په تامل نادو سيمه کې زېږېدلې وه.

هغې د خپلې هنر مندۍ يا اداکارۍ سفر د ۴ کالو له عمر نه د يوې ماشومې اداکارې په هېڅ شرو کړې وو.

په هندي فلمي نړۍ بالي ووډ کې د سري ديوي لومړی کامياب فلم "موالي" وو پس له هغې نوموړې په يو شمېر مشهورو هندي فلمونو کې د خپلو زړه راخښکونکو اداګانو او سحرانګېز ډانسونو په زور په نړۍ د خپل هنر راج اومنلو.

پښتنو په کال ۱۹۹۲ م کې د سري ديوي "خدا ګواه" فلم ډېر خوښ کړې وو.

په دغه فلم کې سري ديوي د يوې افغانې مېرمنې "بېنظير" رول ډېر په يو ښکلي انداز ترسره کړې وو او اميتاب بچهن پکې د يو پښتون ځوان "باچا خان " په کردار کې ښودلی شوی دی .

د خدا ګواه فلم ځينې برخې په افغانستان کې رېکارډ شوي او پکې د يوې پښتنې مېرمنې د خپل مېړه لپاره د مېنې او وفا ډک انتظار او د يو پښتون غېرت او په خپله وعده کلک ايمان په ډېر ښکلي شان کې ښودلی شوي دي.

دسري ديوي مشهور هندي فلمونه لکه "موالي، نياقدم، تحفه، ماسټر جي، نذرانه، مسټر انډيا، وقت کي آواز، چاندني، صدمه، لمحې ، لاډلا، ګمراه، چالباز، خدا ګواه او جدايي" دي

سري ديوي په کال ۱۹۹۶م کې د فلمونو پروډيوسر بوني کپورچې د انيل کپور مشر ورور دی، سره د واده نه وروسته تر ۱۵ کالو پورې د فلمونو نه بهر وه چې په کال ۲۰۱۲م کي يو وارې بيا د " انګلش وېنګلش " نومې فلم سره فلمونو ته راغله.

مېرمن سري ديوي ته کال ۲۰۱۳م د سي اېن اېن او ايي بي اېن په نظر پوښتنو کې د هندي فلمي نړۍ د سلو کالو تر ټولو غوره هنر مندې اېوارډ ورکړی شو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG