پاکستان کې د افغانستان سفير او ولشمر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ويلي " ما له دندې استعفا نه ده کړې مګر په دې وروستيو کې مې ولسمشر ته ليکلی وړانديز کړی چې زما پر ځای بل وړ کس وګماري".
ښاغلي زاخېلوال په ټويټر د دغو ګنګوسيو په اړوند سپيناوی کړی چې په ډېرو رسنيو د پرونه په دغه اړوند خبرې روانې دي چې هغه د خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.
نوموړي ليکلي، "ما له دندې استعفا نه ده کړې مګر په دې وروستیو کې مې ولسمشر ته لیکلی وړاندیز کړی چی زما پر ځای بل وړ کس وګماري تر نوې ګمارنې به زه پر خپل ځاې اوسم".
زاخېلوال زياته کړې "دا تصمیم مې بل هیڅ دلیل او انګیزه نه لري بې له دې چې په دی دنده زما دوه کاله پوره شول او په پېل کې مې په دوه کالو سلا کړې وه.البته ولسمشر ته مې ویلي چی د بلې رسمي دندې غوښتنه نلرم تر څو دا وضاحت هم شوی وي چې زما تصمیم د بلې کومې توقع په موخه نه دی".
خبريال طاهرخان چې د پاکستان او افغانستان په اړيکو نظر ساتي وايي، عمر زاخېلوال د افغان سفير او ولسمشر د ځانګړي استازي په حېث پاکستان کې موثره رول لوبولی دی.
ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل زاخېلوال چې دوه کاله د سفير او ځانګړي استازي په حېث کوم وخت تېر کړی په هغې کې "د ده د پاکستان د پوځي، سیاسي، غېر حکومتي سياسي مشرانو او ژورنالسټانو او پښتنو سره ښه تعلقات پاتې شوي او مهم رول يې پاتې شوی دی".
هغه وويل کله چې په افغانستان کې د حزب اسلامي سره افغان دولت د سولې خبرې پېل کړې وې نو د هغو خبرو پېل هم د زاخېلوال په وخت کې په اسلام اباد کې شوی او بيا افغانستان ته دغه پروسه غځېدلې وه.
نوموړی خان وايي "د زاخېلوال د تلو سره به په دې پروسه ضرور اثر غورځيږي ځنډ به هم پکې راځي".
نوموړي وويل که څه هم زاخېلوال څه نه دي ويلي خو د هغه په نظر په وروستيو کې د افغان سفير د خپل ولسمشر سره په ځينو خبرو داسې ښکارېده چې دی ورسره اختلاف کوي.
طاهرخان مني چې د زاخېلوال په دوه کلنه موده کې د پاکستان او افغانستان اړيکې ښې شوې نه دي نورې خرابې شوي دي خو " د هغې وجه دا ده چې دغه فېصلې د سفير نه ډېره په لوړه سطح کيږي د فېصلو په اختيار کې بيا د سفير رول ډېر اغېزمن نه وي خو زاخېلوال ته په افغانستان کې د پاکستان او اسلام اباد کې د افغان دسفير د کردار په کچه کتل پکار دي".
نوموړي وويل د هغه په نظر "که زاخېلوال په پاکستان کې نه وی د افغانستان او پاکستان اړيکې به له دې نورې خرابې شوې وې ځکه د ده په وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه شورو شو د پاکستان د پوځ مشر کابل ته لاړو او د ده په وخت کې ډېرې داسې غونډې شوي چې هغه وړاندې نه وې شوې".
حضرت عمر زاخېلوال پاکستان کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفير جوړېدو نه وړاندې د اکتوبر ۲۰۱۴م نه تر فرورۍ ۲۰۱۶م پورې د ملي اقتصاد سلاکار، د فرورۍ ۲۰۰۹م نه تر اکتوبر ۲۰۱۴م پورې د خزانې وزير، د اکتوبر ۲۰۰۸ نه تر فرورۍ ۲۰۰۹م پورې د ټرانسپورټ او سېول اېوي اېشن وزیر، د جولايۍ ۲۰۰۸م نه تر فرورۍ ۲۰۱۰م پورې د پخواني صدر حامدکرزۍ اقتصادي سلاکار، د ستمبر ۲۰۰۵م نه تر فرورۍ ۲۰۰۹م پورې د افغانستان د انوسمنټ سپورټ ايجنسۍ صدر او د جون ۲۰۱۰م نه تر جنورۍ ۲۰۱۳م پورې د افغانستان کرکټ بورډ مشر پاتې شوی دی.
نوموړي د نړيوال بېنک او ملګرو ملتونو سره په نورو نړیوالو ادارو کې د افغانستان دپاره کار کړی دی.
هغه په کېنېډا کې په اکنامکس کې د بېچلر، بيا د ماسټرۍ او بيا د ډاکټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
د نوموړي تعلق د افغانستان د ننګرهار صوبې سره دی هغه په کال ۱۹۸۴م کې د ۱۷ کالو په عمر کې پاکستان ته د کډوالو سره راغلی او بيا په ۱۹۹۱م کې په سکالرشپ کېنېډا ته تلی ؤ.
هغه په کال ۲۰۰۲ کې افغانستان ته بيرته ستون شوی ؤ.