لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم کې د مالونو د کره کولو آنلاین سیسټم د افغانستان- پاکستان تجارت په ټپه درولی


په تورخم کې ځایي تجارانو او د ګمرک کارکوونکو د هغه آنلاین سیسټم په ضد احتجاج کړی، چې په وسیله یې افغانستان او پاکستان ته تجارتي توکي په کمپیوټر کتل کېږي. د احتجاج له امله افغانستان ته د تجارتي توکو لېږد په ټپه درېدلی.

تجاران او ګمرک کارکوونکي وایي دې نوي آنلاین سیسټم کاروبار تېز کړی نه دی، بلکې نور یې ورو او ټکنی کړی دی، چې وایي له کبله یې دوی ته د کروړونو ډالرو مالي زیان رسېدلی دی.

د تورخم د کسټم کلېرنګ ایجنټانو د ټولنې پخوانی مشر زرکیب شینواری وایي، د مالیې د مرکزي ادارې نوی آنلاین سیسټم د دوی کار زښت زیات اغېزمن کړی دی:

"نوي آنلاین سیسټم د دواړو هېوادونو تجارت ته ډېر لوی زیان اړولی، ځکه له څه وخته چې پر تورخم له افغانستانه پر راتلونکو شیانو دغه سیسټم عملي کړل شوی دی په هفته کې یوه لارۍ هم نه کره (کلېر) کوي، چې له کبله یې موږ ته د کروړونه ډالرو زیان اوښتی"

د پاکستان د مالیې مرکزي ادارې (ایف بي آر) له خوا د WeBOC (ویب یو ګمرک) په نوم دغه سیسټم شاوخوا دوه کاله وړاندې پر تورخم دروازه ولګول شو، چې وایي مقصد یې له افغانستان سره د دوه اړخیز تجارت زیاتول دي.

د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي دا سیسټم د پخواني په پرتله ډېر پاک دی او تېروتنې پکې نه کېږي، چې وایي په وسیله یې په لږ وخت کې زیات تجارتي توکي کره (کلېر) کېدای شي او ګمرک کارکوونکي په انټرنیټ خپل د اړتیا وړ معلومات تر لاسه کولای شي.

یو بل ګمرک کارکوونکی فضل منان وایي، په نوي آنلاین سیسټم کې تخنیکي کمزورۍ دي او دا توان نه لري چې د پاکستاني توکو حجم برداشت کړي. منان وایي د نوي سیسټم په اړه دې دوی ته روزنه، د برېښنا او انټرنیټ کافي اسانتیاوې ورکړل شي:

"له موږ سره دومره کمپیوټرونه، کارکوونکي او ځای نه شته چې ټول شیان په یو ځل کره (کلېر) کړو. که فرضاً سل لارۍ سېمټ روان وو، نو یو ایجنټ هغه په دې سیسټم کې نه شي کره کولای، موږ هر څه ته تیار یو خو اسانتیاوې دي راکړل شي"

د ګمرک چارواکي د تجارانو او د ګمرک د کارکوونکو اعتراضونه بې ځایه او تشې پلمې ګڼي. په تورخم کې د ګمرک مرستیال مشر اطهر نوید وایي، د احتجاج کوونکو دعوې ټولې ناسمې دي:

"دوی ته د تېر نهې او شورو په ورځو په قاعده روزنه ورکړل شوې ده، موږ یې رسمي حکمنامه هم در ښکاره کولای شو، مخکې هم روزنه ورکړل شوې ده. بجلي مو هم ورکړې، کمپیوټرونه مو هم ورکړي، کنټینرونه مو هم ورکړي دي، دا هسې پلمې دي نور هیڅ نه دي"

د تورخم ګمرک چارواکي وایي د ګمرک د کارکوونکو پر احتجاج برسېره به هم د ویبوک (WeBOC) سیسټم پر ځای پاتې وي.

خو د تجارانو او ګمرکي کارکوونکو د احتجاج او کاربندۍ له امله د ګل-دوشنبې له ورځې راهیسې افغانستان ته د پاکستان د تجارتي توکو لېږد (صادرول) په ټپه درېدلی. احتجاج کوونکي تجاران وايي دوی په کاروبار کې د نوې ټیکنالوجۍ مخالف نه دي، خو باید د داسې سیسټم تر عملي کولو مخکې باید دوی ته ټولې اسانتیاوې هم ورکړل شي.

پاکستاني تجاران وایي په تېرو ۲۲ میاشتو کې د نوي آنلاین سیسټم د پیلېدو له کبله له افغانستان سره تجارت د پرمختګ پر ځای پر شا تللی. وایي هغه تجارت چې په ۲۰۱۵م کال کې دوه نیم اربه ډالرو کالنی ته پورته شوی وو، اوس یواځې ۸۰۰ میلینه ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG