لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په جون کې به د څار په نړیوال نوملړ کې شامل شو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

پاکستان بالاخره ومنله چې په راتلونکې جون میاشت کې به د هغو هېوادونو د څار په نړیوال نوملړ کې شامل شي، چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې پکې نه دي تړل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د شورو- چارشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې تایید کړه، چې د مالیې د څار نړیوالې ادارې تېره اوونۍ د پېرس په غونډه کې پرېکړه کړې، چې پاکستان د څار په نړیوال نوملړ کې شامل کړي. فیصل وویل:

"پاکستان په جون کې د څار په 'خړ لیسټ' کې شاملېږي، خو د اوس لپاره دا امکان نه لیدل کېږي، چې پاکستان دې د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال 'تور لیسټ' کې هم شامل کړل شي".

پاکستان هوډ څرګند کړی چې د ترهګرو د مالي سرچینو په تړلو کې به د ماليې د څار د نړیوالې ادارې له غوښتنو سره سم خپلې ممکنه هلې ځلې کوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي په دې برخه کې یې د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو لپاره یو کاري پلان جوړ کړی، چې وایي نړیوالو سره به یې شریک کړي.

ښاغلی فیصل وایي د مالیې د څار نړیواله اداره له پاکستانه غواړي، چې د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د مخنیوي په برخه کې ځانګړې هڅې وکړي، خو وایي پاکستان وار له مخه په دې اړه کار پیل کړی او په تېرو ورځو کې یې په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون قرارداد منظور کړ، چې له مخې به یې د هغو سازمانونو مالي سرچینې تړل کېږي او جایدادونه بې ضبطېږي، چې د ملګرو ملتونو د څار په نوملړ کې شامل دي.

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید، چې نړیوال ترهګر پېژندل شوی.
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید، چې نړیوال ترهګر پېژندل شوی.

د مالیې د څار د ادارې له خوا په پېرس کې د ۳۷ غړو هېوادونو په غونډه کې د فبرورۍ پر ۲۰ پر پاکستان بحث وشو، چې ترکي، چین او د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا په استیازیتوب سعودي عربستان پکې د امریکې د قرارداد مخالفت وکړ او ویې غوښتل چې پاکستان د څار په نړیوال نوملړ کې شامل نه شي.

خو امریکې پر پاکستان تر دویم ځل بحث پورې- چې د فبرورۍ په ۲۲مه وشو- هڅه وکړه چې د پاکستان پلویان را کم کړي او سعودي عربستان یې مجبور کړ چې د امریکې د دریځ ملاتړ وکړ او له پاکستان سره یواځې د چین او ترکي ملاتړ پاتې شو او د دې جوګه نه شو چې د څار په نړیوال نوملړ کې د شاملېدو پرېکړه وځنډوي.

رپوټونه وایي وروسته چین هم اسلام اباد ته خبرداری ورکړ، چې نور یې په دې خاطر ملاتړی نه شي پاتېدای، چې په ضد یې د امریکې له خوا وړاندې شوی قرارداد په زیات اکثریت منظورېدو ته نیژدې شوی وو، خو پاکستان د ترکي مننه وکړه چې تر پایه یې ملاتړی پاتې شو.

پاکستان په ۲۰۱۲م کال کې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ لیسټ کې شامل شوی وو، چې بیا په ۲۰۱۵م کال کې وروسته له هغه ځنې و ایستل شو، چې د مالیې د څار نړیواله اداره یې د ترهګرو د مالي سرچینو له غوڅولو ډاډمنه شوه.

ټاکل شوې چې پاکستان به په مې میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري، چې که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ لیسټ کې شامل شو، خو که ونه منل شو نو کېدای شي له شمالي کوریا او ایران سره د څار په تور لیسټ کې شامل کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG