لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند غواړي دافغان سولې پروسه ګډه وډه کړي،دپاکستان تور


دپاکستان لخوا په هند دداعش د وسله والو دملاتړ له تورونو لګول کیدو وروسته اوس ددې هیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وارې بیا په هند تور لګولی چې افغانستان کې دسولې روانه پروسه ګډوډول غواړي.

پخپل یو بیان کې دهیواد دبهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان پرله پسې افغانستان کې د دائمي امن دټینګښت هڅې کوي اؤ دسولې په روانه عمل کې یې خپل کوټلې رول لوبولی دی.

هغه ویلي افغان سولې ته دلارې هوارؤلو دپاره دمذاکراتو په پیل کولو کې دپاکستان کردار له هیچاته پټ پناه نه دی اؤ په راتلونکي کې به هم پاکستان هره هغه همکاري وکړي چې افغانستان کې پرې روانه جګړه پائ ته رسیدای اؤ امن ټینګیدلی شي.

ښاغلي قریشي تور لګولی چې هند افغانستان کې دسولې مخې ته خنډان راولاړوي خو هغه نه ده واضحه کړې چې دا خنډان په کوم شکل دي اؤ نه یې دخپل تور د ریښتیا ثابتولو دپاره کوم دلیل مخې ته راوړی دی.

تر دې دمخه هم وخت په وخت دپاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي چې دافغان سولې پروسه ګډوډؤل غواړي خو هندي چارواکو دپاکستان دا تورونه بې اساسه بللي اؤ اسلام اباد یې کابل کې د ګډوډۍ اؤ ناامنۍ په دوام تورن کړی دی.

دهند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر په دې وروستیو کې دپاکستان دتورونو په ځواب کې میډیا ته ویلي وؤ هند افغانستان کې دسولې اؤ امن پلوي دی دغه هیواد دتل دپاره خپلواکه،پرامنه اؤ باثباته لیدل غواړي.

شاه محمود قریشي دخپلو تورونو په دوام په هند دا تور هم لګولی چې غواړي دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي اؤ ویلي یې دي “مونږ افغان چارواکي هم له دې وضعیت څخه خبر کړي اؤ په پرله پسې توګه دنړۍ مخې ته هم دغه شهادتونه مخې ته ږدو”

دشاه محمود قریشي تر دې تورونو دمخه چې تیره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان کوټې ته د وژل شوؤ لسو هزاره خواریکښو دفاتحې دپاره تللی ؤ نو هم یې دغلته رسنیو ته ویلي وؤ پاکستان کې فعالې ګڼ شمیر د ورانکارو ډلې دالقاعده لیکې ته ورګډې شوې دي اؤ هند ددې ترهګرو مرسته کوي.

خو عمران خان هم دخپلو تورونو په اړه هیڅ ثبوت میډیا ته نه دی ورکړی.

دپاکستان لخوا په هند دتورونو دا لړۍ په داسې مهال چټک شوې ده چې په دوحه کې د افغان دولت اؤ طالبانو استازي د سولې دبین الافغاني خبرو دوهم پړاؤ ته ورټول شوي اؤ د دوهم پړاؤ دخبرو پیل کیدو وړاندې دقطر نه دطالبانو یو لوړپوړي پلاوي دملاعبدالغني برادر په مشرۍ کې داسلام اباد سفر هم کړی ؤ.

هندي مطبوعات اندېښنې څرګندوي چې که افغانستان څخه نړیوال ځواکونه دسولې دتړون په نتیجه کې اوځي اؤ طالبان بیا واک ته د رسیدو لاره پیدا کړي نو پاکستان افغانستان کې دهند دګټو مخې ته خنډان راولاړولی شي.

هند اؤ نوره نړۍ طالبان دپاکستان ملګري ګڼي اؤ کله چې د۹۰م په لسیزه کې طالبان په افغانستان واکمنان وؤ نو هم هند دهغوئ “اسلامي امارت “په رسمیت نه ؤ منلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG