لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسعودي شهزادګۍ د ښځو په نوؤ ازادیو څه خیال لري ؟


سعودي شهزادګۍ

دسعودي عرب شهزادګۍ ریما بنت ندرالسعود ویلي چې سعودي دا مهال د یو ګټور بدلون څخه تیریږي اؤ اوس دسعودي عرب په خاوره خبره یوازې د ښځو دحقونو نه بلکې دصنفي بې توپیرۍ ده.

شهزادګۍ بنت بندر السعود د سعودي عرب د لوبو د ادارې دپلانونو اؤ پرمختیا دچارو مرستیاله مشره ده اؤ وایي سعودي عرب غواړي چې لوبو، ساعت تیري اؤ ټولنیزو فعالیتونو ته په یو وخت وده ورکړي.

واشنګټن ډي سي کې داټلانټک کونسل غونډې ته خپله وینا کې دغه شهزادګۍ ویلي چې” سعودي عرب دیوې نړیوالې ټولنې برخه ده اؤ دې ټولنې دپاره مونږ نړیوال وګړي تیارؤل غواړو، په دې لړ کې مونږ خپل هدف ته رسیدلو دپاره کال ۲۰۱۳۰م په وړاندې ایښی دی”

ریمابنت السعود وویل “مونږ دا مهال دبدلون له دورې تیریږو خو هاغه خلک چې وایي مونږ به خپلې ژمنې سرته ونه رسؤل شو اؤ بیرته به پشا لاړ شو هغوئ څخه یو څه مهلت غواړو اؤ باور ورکوؤ چې مونږ به ارو مرو په وړاندې ځو”

هغې وویل “مونږ پوهیږو چې څه زمونږ دپاره مهم دي، کوم بندیزونه چې زمونږ دپرمختیا مخه نه نیسي ، مونږ له هغې ولې تیر شو ؟”

دسعودي دغه شهزادګۍ وویل د ټولنې ظاهري بڼه د دقدامت خوښۍ غمازه نه وي بلکې دا یو ذهني کیفیت دی چې دا سرپټولو یا پردې کولو سره هیڅ اړه نه لري

شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود د شهزاده بندر بن عبدالعزیز لور ده ، هغې چې کله اټلانټک کونسل ته وینا کوله نو په دغه موقعه یې نه د ټي وي کیمرو ته اجازه ورکړه چې دهغې ریکارډنګ وکړي اؤ نه یې هم د میډیا سره خبرې وکړې

XS
SM
MD
LG