لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات موټروی به سږ کال پرانستی وشي


سوات موټروی
سوات موټروی

د اسلام اباد نه پېښور ته تلونکي موټروی باندې د کرنل شېرخان انترچېنج نه جدا شوې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات موټروی به سږ کال پرانستی شي، د ياد موټر وی دپاره ټاکلې موده راتلونکی کال دی.

د سوات موټر وی پراجيکټ ډايريکټر برکت الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، " د صوابۍ د کرنل شېرخان انټرچېنج نه ترچکدرې پورې ۸۱ کلوميټره پورې موټروی به هم په روان کال کې د ۳۴.۱۶۵ (پاؤباندې ۳۴ ) اربه روپو په لګښت سرته ورسي".

د سوات موټروی د جوړېدو پرانسته په ۲۵ اګست ۲۰۱۶م د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېزخټک کړې وه.

خو برکت وايي "په ۴م اپرېل د دې ۲۰۱۷ د دې پروژې د کال اصل وخت پېل شوې او د فرورۍ ۲۰۱۹ پورې د دې د پوره کېدو دوه کاله موده ټاکل شوې خو دا به د وخت نه وړاندې سرته ورسي".

هغه وويل دوي هيله کوي چې د "کرنل شېرخان انټرچېنج نه تر کاټلنګ پورې ۵۲ کلوميټره موټروی د روانې مياشتې د اخره پورې پرانستی شي او ګاډي به پرې روان شي".

برکت الله وايي د سړک اېکسپرېس وی نا پوره موټروی دی خو په لمړي پړاؤ کې په دې څلور لائنونه (دوه يو اړخ ته اودوه بل اړخ) ته جوړولی شي خو د دوي سره په نقشه کې د شپږو قطارونو منظوري ده او هغه به پوره کولی شي د هغې دپاره ځمکه هم اخستی شوې او په لار کې پلونه هم په هغه حساب جوړولی شي.

د کرنل شېرخان انټرچېنج نه تر چکدرې پورې په دې موټر وی اووه انټرچېنج يا د جدا کېدو لاري دي، دکرنل شېرخان نه وروستو دوېم انټرچېنج په دوبيانو صوابۍ، درېم د مردان او صوابۍ په لار سمېلا، څلورم په بشخالي مردان، پينځم په کاټلنګ، شپږم په ملاکنډ پلۍ او اووم اخرنی په چکدره باندې دی.

ښاغلی ډايريکټر وويل په دې لار کې د ملاکنډ په غر کې سوری هم دی چې د يو کلوميټر نه لږه زياته فاصله به يې وي.

هغه زياته کړه د ورځې په حساب په دې موټر وی د ۱۸ زرو ګاډو تګ راتګ اټکل شوی دی او د دې موټروی سره به د سوات نه تر پېنډۍ پورې۲۲ کلوميټره لار راکمه شي،او پېښور ته به دا لار زياته شي خو وخت به یې ډېر کم شي.

لکه د سوات نه پېښور ته لار به د اوس په حساب يوه ګهنټه راکمه شي، او پېنډۍ ته به نزدې دوه ګهنټې زر رسايي کيږي.

​نوموړي وويل د دې لار نه د بونېر خلکو ته لاره ډېره لنډيږي،د دې سره به د سوات، دير او نورو برنو علاقو نه يواځې چې سفر به يې اسان او لنډ شي بلکې سېلګري به يې هم سېوا شي.

برکت الله وويل په دې موټر وی راتلونکي لګښت کې ۱۱.۵ اربه د خېبرپښتونخوا صوبه او نورې پېسې د فرنټير ورکس ارګنائزېشن کمپنۍ يا اداره ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG