لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان کډوالو خپل هېواد ته ستنېدو لړۍ بيا پېل شوې


د پاکستان نه د افغان کډوالو بيرته خپل هېواد افغانستان ته په خپله خوښه د ستنېدونکو کډوالو لړۍ د پرون راهسې پېل شوې او د درېو مياشتو دمې وروستو په لمړۍ ورځ نهه کډې د ازاخېلو د کېمپ څخه بيرته ستنې شوي دي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) وياند قېصرخان افريدي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "پرون (دپنجشنبې، زيارت په ورځ) نهه کډې چې نزدې ۳۵، ۳۶ تنانو باندې مشتملې وې د خېبرپښتونخوا د ازاخېلو د سنټر څخه لېږل شوي دي".

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او يو اېن اېچ سي ار ترمنځ د تړون په ترڅ کې د ژمي د يخ موسم له امله د کډوالو بيرته ستنېدو عمل د درېو مياشتو پورې ځنډول شوی ؤ.

د دسمبر ۲۰۱۷م د لمړۍ نېټې نه تر ۲۰۱۸م فرروۍ ۲۸م نېټې پورې کډوال بيرته نه لېږل کېده.

قېصر افريدي وويل دا وخت پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار دوه مرکزونه فعاله دي يو د خېبرپښتونخوا په نوښار کې د ازاخېلو او بل په کوټه کې د بليلي، هغه کډوال چې په خپله خوښه بيرته ستنېدل غواړي، کولی شي چې د دغو مرکزونو څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.

نوموړي وويل يواځې هغه کډوال چې د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ وي او د ثبوت (پي او ار) کارډ لري دغو مرکزونو سره تماس کولی شي.

د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې نزدې ۱.۴ ملينه افغان کډوال مېشت دي چې زياتره يې په خېبرپښتونخوا کې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي پاکستان کې د دوه نيم ملينو نه زیات افغان کډوال ژوند کوي.

يواېن اېچ سي ار وايي د کال ۲۰۰۲م نه وروستو د پاکستان نه ۴۳ لاکه افغان کډوال بيرته ستانه شوي دي.

افغان کډوالو ته په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره د پاکستان دولت اول د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې د هغې وروستو يوه میاشت او له دغې وروستو دوه مياشتې وخت نور ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان ورکړې موده د روانې مياشتې مارچ تر اخرې پورې ده.

قېصر افريدي وايي "يواېن اېچ سي ار کډوال هڅوي نا بلکې بيرته په ستنېدو کې د هغو مرسته کوي او دريځ لري کډوال باید په خپله خوښه، حفاظت او عزت سره ستانه شي".

د کډوالو اداره وايي "هر افغان کډوال ته دا حق حاصل دی چې په خپله بيرته د تلو پرېکړه وکړي".

يو اېن اېچ سي ار په نړيواله ټولنه په پاکستان کې د کډوالو په مرستو او بيرته په ستنېدو افغانستان کې هغوي سره د لاس کولو او اسانتياؤ ورکولو غږ کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان صدر اشرف غني د کابل پروسې کانفرنس ته په وېنا کې هم د کډوالو په اړوند خبرې کړې وې.

هغه ويلي ؤ،"مونږ حاضر یو چې د پاکستان حکومت سره زمونږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸نه تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو".

هغه زياته کړې"مونږ د خپلو کډوالو راتګ د افغانستان غېږ ته غواړو او دې ته ژمن یو چې ټول دولتي امکانات او ملي امکانات به دوباره عیار کړو چې کډوال د خپلو وروڼو او خویندو غېږ ته راشي".

پاکستان د تېر اوږدې مودې نه ټينګار کوي چې افغان کډوال دې نور بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG