لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه اؤ پاکستان خپلو اړیکو غځولو دپاره په نوؤ لارو چارو لټولو صلاح شوي


پاکستان اؤ روس ه خپلو کې دموجوده اړیکو په لاغځولو اؤ خوږؤلو صلاح شوي اؤ ویلي یې دي د اړیکو دلاپراختیا دپاره به نوې لارې چارې لټوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې اؤ پاکستان د اسټراتیژیک ثبات دمشورتي ډلې په ۱۲مه غونډه کې دواړو هیوادونو دشریکو ګټو په اساس د اړیکو لاپراختیا دپاره په نوؤ لارو چارو دکار کولو هوډ څرګند کړی.

د روسیې اؤ پاکستان دغه مشورتي ډله په کال ۲۰۱۳م کې جوړه کړی شوې وه چې مقصد یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو پلانونه جوړؤل وي.

دپاکستان دخارجه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دمشاورتي ډلې په اوسنۍ غونډه کې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو برخه اخستې اؤ په یو شمیر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي،

په دغه غونډه کې دپاکستاني هئیت مشري دپاکستان ځانګړي سکترې تسنیم اسلم اؤ د روسیې د ډلې مشرئ دبهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګئ ریابکوف کړې ده.

اعلامیه کې راغلي چې غونډه کې زیاتې خبرې سیمه اؤ نړۍ کې په رامینځته شوؤ تازه بدلونونو،دافغانستان په وضعیت ،د دواړو لوریو څخه د وسلو په کنټرول اؤ داټومي وسلو دخوریدو په مخنیوي شوي دي.

له دې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تیره میاشت د ماسکو سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې د دواړو هیوادونو ترمینځ دپوځي همکارۍ غځولو دپاره دیو پوځي کمیسون په جوړؤلو خوښي ښودلې وه.

روس اؤ پاکستان په کال ۲۰۱۴مې ددفاعي همکارۍ اؤ کال۲۰۱۵م کې د تاکتیکي همکارۍ تړونونه هم کړي وؤ.

په افغانستان کې د سړې جګړې په مهال دپاکستان اؤ روسیې اړیکې دتاؤ تریخوالي ښکار وې خو دکال ۲۰۰۷ راپدیخوا یو ځل بیا دغه دواړه هیوادونه دخپلو اړیکو ښه کولو دپاره په هڅو بوخت دي.

امریکايي او افغان چارواکي دپاکستان ترڅنګ په روس هم په افغانستان کې د لاس وهنې او د طالبانو د کومک تورونه لګوي.

که څه هم روس طالبانو سره د مرستې رپورټونه ردوي خو طالبانو روس سره د روابطو تصدیق کړی دی. د رائټرز خبري ادارې د کال ٢٠١٦ م په یو رپورټ کې ویلي وو د روس او طالبانو تعلق د ٢٠٠٧ راهسې وجود لري چې هم ددغه وخت نه دپاکستان اؤ روسیې اړیکې هم په ښه کیدو شوي دي.

څیړونکي وايي طالبانو سره د روس د نژدې والې یوه وجه دا هم کیدی شي چې ماسکو نه غواړي چې په افغانستان کې قوي کیدونکي داعش ډله روس ته ځان ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG