لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور قلندرز پرله پسې پينځمه سيالي بايللې، زلميو لوبه ګټلې


د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) په روانو سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې پرله پسې خپله پينځمه لوبه د پېښور زلمي په لوبډله بايللې ده.

د لاهور قلندرز لوبډلې د پېښور زلميو سره د وروستۍ لوبې پچه، ټاس ګټلې او په ۱۷م اوور کې يې په ټولو لوبغاړو سوځېدو ۱۰۰ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د پېښور زلمي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۴م اوور کې بغېر د کوم لوبغاړي سوځېدو ترلاسه کړو او د لاهور لوبډلې ته يې په ۱۰ وکټو ماتې ورکړه.

د پېښور زلمي لوبډلې يواځې دوه لمړو لوبغاړو تميم اقبال او کامران اکمل بيټنګ کړی کامران اکمل ۵۷ او تميم اقبال ۳۷ رنزونه جوړ کړي دي.

له دې وړاندې د لاهور قلندرز لوبډلې يواځې فخرزمان زيات ۳۰رنزونه جوړ کړي وو، د يادې لوبډلې درې لوبغاړي په صفر اؤټ شوي دي.

د پېښور زلمي لوبډلې حسن علي او ليم ډوسن درې درې، وهاب رياض دوه او سمين ګل يو لوبغاړی سوځولی دی.

پېښور زلمي تراوسه پورې په پينځه کړو سياليو کې درې وګټلې او په دوؤ کې يې ماتې خوړلې ده. د لاهور قلندر لوبډلې يوه سيالي هم نه ده ګټلې.

د پي اېس اېل په سياليو کې د کراچۍګنګز او ملتان سلطانز اووه پوائنټونه او پېښور زلمي شپږ پوائنټونه ترلاسه کړي دي.

کوټه ګلېډي اېټرز په پينځه لوبو کې په دوه ګټلو سره څلور او اسلام اباد يونايټډ په څلورو کې په ډوه ګټلو سره دوه پوائنټونه اخستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG