لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له افغانستانه د شمالي وزیرستان د را ستنېدونکو کډوالو لارۍ اوښتې، ۵ تنه مړه


په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوالې کورنۍ پاکستان ته را ستنېدلې چې لارۍ یې له ټرېفیکي پېښې سره مخ شوې ده، په نتیجه کې یې پینځه تنه مړه شوي او تر شلو زیات پکې ټپیان شوي دي.

د پکتیکا په لمن کېمپ کې مېشت کډوال وایي، پر دوی د انګور اډې لنډه لاره تړل شوې ده او د را ستنېدو په وخت لومړی په غیرنیو لارو خوست ولایت او بیا غلام خان ته ځي ځکه نو پر لاره د ټرېفیکي پېښو امکان زیات وي.

رپوټونه وایي په مړه شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې وایي د پکتیکا ولایت یوه روغتون ته وړل شوي دي، خو کډوالې کورنۍ وایي د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې د ټپیانو هیڅ درملنه نه ده شوې.

تر لاسه شوي رپوټونه وایي، په یوه لارۍ کې د شمالي وزیرستان څو کډوالې کورنۍ له خپلو سامانونو سره د پکتیکا ولایت له لمن سیمې خوست ولایت ته په لاره وې، چې د لارې د خرابوالي له امله یې لارۍ یوې ژورې کندې ته لوېدلې ده.

د شمالي وزیرستان یو را ستنېدونکی کډوال ماسټر وایي، دغه لارۍ وړمه شپه پر لاره واوښته. ماسټر د پښتون ژغورنې د غورځنګ له مشر منظور پښتین څخه وغوښتل، چې د انګور اډې دروازې ته ورشي او په لنډه لاره د دوی د اوښتو لپاره له پاکستاني سرحدي چارواکو سره خبرې وکړي:

"موږ د لمنې په کېمپ کې اوسېږو هیڅوک مو غور نه کوي، چې د انګور اډې لاره راته خلاسه وای په لنډه لاره به پاکستان ته اوښتي وای او خپل زخمیان به مو روغتون ته رسولي وای"

له افغانستانه د شمالي وزیرستان د کډوالو د را ستنېدو دویم پړاو له تېرې یوې اوونۍ دوام لري، چې د چارواکو په وینا هره ورځ شاوخوا ۵۰ کورنۍ د غلام خان له لارې پاکستان ته ستنېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال هېر کړي دي. ښاغلي پښتین د خیرښېګړې له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې د دغو کډوالو ستونځو ته دې پام وکړي.

د ۲۰۱۴م کال په جون کې چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل شول، نو شاوخوا یونیم میلین خلک یې بنو او د پښتونخوا صوبې نورو سیمو ته کډه شول، خو شاوخوا ۲۵۰۰۰ کورنۍ افغانستان ته کډه شوې، چې په هغوی کې ۳۰۰۰ کورنۍ په لومړي پړاو کې را ستنې شوې او ټاکل شوې چې په روان دویم پړاو کې به هم ۴۳۲۹ کورنۍ په یوه میاشت کې را ستنې کړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG