لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد د کابل پروسې هرکلی کړی خو "په رويه کې يې بدلون" نه دی راغلی


اسلام اباد د کابل پروسې دوېم کانفرنس کې د اشرف غني پاکستان باندې د مذاکراتو غږ او تېرو ترخو خبرو هېرولو هرکلی کړی ؤ خو يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي له دغې وروستو" مونږ د پاکستان په رويه کې کوم پرېکنده يا ښکار ه بدلون نه دی لیدلی".

امريکايي چارواکي ويلي "مونږ په هغو چارو کې د پاکستان سره په تماس کې يُو چرته چې مونږ ګڼو چې هغه د طالبانو د سوچ په بدلولو کې رول لوبولی شي".

د کابل پروسې دوېم کانفرنس غونډې ته په وينا کې افغان صدر اشرف غني په پاکستان او طالبانو د سولې د خبرو غږ کړی ؤ،

د پاکستان په اړوند ښاغلي غني ويلي ؤ "موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو".

اسلام اباد د اشرف غني پاکستان او طالبان سره د سولې د مذاکراتو هرکلی کړی ؤ، او دغه دريځ ته يې د پام وړ خبره ويلې وه.

طالبانو تراوسه د اشرف غني وړانديز ته رسمی ځواب نه دی ويلی.

د وي اوای اردو څانګې د خبر ترمخه امريکايي چارواکي ويلي "مونږ د پاکستان د حکومت سره د اړيکو په لمړي پړاؤ کې يُو اوس به لوړ پوړي چارواکي ويني او په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنو چارو سېکتره تهمينه جنجوعه د سه شنبې/نهې په ورځ واشنګټن کې ليدنې کوي".

امريکايي چارواکي ويلي، مونږ د پاکستان څخه لرې کيږو نا، زمونږ په پوځي او غېر پوځي کچ خبرې کېدونکي دي چې مونږ څنګه په ګډه کار کولی شو لکه د افغانستان د ثبات په لړ کې پاکستان مهم رول لوبولی شي.

د اشرف غني په طالبانو د سولې د خبرو د غږ وروستو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف هم د دغو خبرو ملاتړ کړی خو طالبانو ته يې سياسي قوت ویلي چې دغه خبرې به د دوه سياسي قوتونو ترمنځ وي.

د افغان صدر د وړانديزونو وروستو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ویلي ؤ، د سیاسي مذاکراتو له لارې خبرو ته د طالبانو له رضا کولو پرته به په طالبانو پوځي فشار هم پر ځای ساتي.

د افغانستان د سولې په اړوند پاکستان د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د امريکا د فشار سره مخ دی، په تېر اګست کې صدر ډانلډ ټرمپ د د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

د صدر ټرمپ او امريکايي چارواکو په پاکستان فشار دوام لري چې د حقاني شبکې او نورو تندلارو پرضد غوڅ عمليات وکړي او د پاکستان پوځي امداد يې هم ودرولی دی.

امريکايي چارواکي ويلي " مونږ ګڼو چې پاکستان د خبرو په لړ کې د سهولت کار په رول کې مرسته کولی شي او داسې ګام اوچتولی شي چې په طالبانو فشار واچوي او خبرو ته يې راولي.

چارواکي ویلي پاکستان د ډېورنډ په کرښه امنيت، د افغان کډوالو او ترهګرۍ په اړوند اندېښنې لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG