لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: طالبان دې زمونږ سره نا، افغان حکومت سره خبرو ته کښېني


امريکايي چارواکو د طالبانو واشنګټن ته د نېغ په نېغه خبرو اترو وړانديز رد کړې او ویلي يې دي طالبان دې زمونږ سره نه بلکې د خبرو صحيح فريق افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

د امريکا د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې وال سټريټ جرنل د پاکستان او افغانستان لپاره ‌‌‌‌‌‌د ا مريکا ‌‌‌‌استازې اېلس وېلز له خلی ويلي امريکا د افغان حکوت متبادل نشي کېدی او طالبان خبرې بايد د افغان حکومت سره وکړي.

ورځپاڼه لیکي" امريکا دافغانستان د حکومت او د افغان ولس متبادل هيڅ کله نشي کېداې".

استازې ويلي واشنګټن له نه دي پکار چې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو اترو کې بوخت شي.

د وال سټريټ جرنل ترمخه اېلس وېلز د افغان صدر اشرف غني د تېرې چار شنبې په ورځ د کابل کانفرنس په مهال طالبانو ته وړاندې کړل شوی پلان ګته ور وبللو او وې ويل چې دا پلان د امن لپاره ټول اهداف په پام کې نيسي.

د امريکايي استازې دا غبرګون په داسې حال مخې ته راغلی چې د نړۍ مهمو هېوادونو د افغان ولسمشر اشرف غني د امن پلان ملاتړ وکړو ولې طالبانو په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول دغه پلان ته لا تر اوسه پورې کوم ځواب نه دی ویلی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د سولې په اړه شوې غونډې ته په ځواب کې ويلي چې دا د طالبانو ذمه واري جوړيږي چې د افغانستان منتخب حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

د کابل د کانفرنس نهوړاندې افغان طالبانو په يوه اعلاميه کې وړانديز کړی وو چې د افغانستان د مسلې د سوله ييز حل دپاره دې امريکايي چارواکي د طالبانو د سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي.

افغان طالبانو دغه وړانديز دسويلي او مرکزي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالې اېلس وېلز سيمې ته د سفر په محال د امن خبرو څرګندونو په غبرګون کې کړې و.

مېرمن اېلس وېلز ویلي وو" طالبانو ته مو دغه پېغام دی چې د مذاکراتو دروازه لا خلاصه ده، هغه طالبان چې د تشدد نه لاس اخلي او د افغانستان ائين مني" کولی شي چې راشي او د خبرو بهير کې شامل شي.

څيړونکي وايي امريکا ته د نېغ په نېغه خبرو وړانديز د طالبانو يو سفارتي چال خو کېداې شي ولې عملي کېدل يې ګران دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG