لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:دطالبانو مذاکراتو ته کښینولو دپاره اسلام اباد سره تماس کې یو


د سویلي اؤ منځنۍ ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز ویلي افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې دپاکستان رول زیات ارزښت لري اؤ واشنګټن ددغه رول ترسره کولو دپاره اسلام اباد سره پرله پسې تماسونه لري.

واشنګټن کې خبریالانو ته میرمن ویلس ایلز ویلي چې “موږ باور لرو چې که پاکستان یو داسې ګام واخلي چې له امله یې طالبان دسولې خبرو ته کښیني یا په هغوئ فشار راوړي نو دا به په سوله کې مرسته وکړل شي”

واشنګټن اؤ کابل دتیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد د طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو دپاللو تورونه لګوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکار کوي.

د جنورۍ په میاشت کې امریکې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ شرط یې ورته ایښی چې ترهاغه وخته به پاکستان ته مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دترهګرو دخوندي ځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي.

ددې پوښتنې ځواب کې چې ایا په پاکستان د امریکایي مرستو له تړل کیدو وروسته دپاکستان رویه بدله شوې ده ؟ مرستیالې وزیرې وویل “موږ تراوسه دپاکستان رویه کې کوم غوڅ اؤ زړه پورې بدلون نه دی لیدلی”

خو هغې وویل امریکا بیا هم په هاغو څانګو کې پاکستان سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړی چې دطالبانو افغان دولت سره سوله کې مرسته کولی شي

امریکایي چارواکې وویل پاکستان هم ځینې اندیښنې لري اؤ ددغو اندیښنو لرې کولو اؤ دطالبانو دمذاکراتو میز ته کښینولو دپاره واشنګټن د اسلام اباد سره رابطه کې دی.

دپاکستان داندیښنو دسپیناوي کولو په ترڅ کې میرمن ویلز وویل پاکستاني چارواکي افغانستان سره دپیوست پولې په څارنه،خپل هیواد کې دافغان کډوالو په استوګنه اؤ دافغانستان هاغو سیمو کې د ورانکارو په فعالیتونو اندیښمن دی چې دافغان حکومت په بشپړ واک کې نه دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو اؤ ناټو کمانډر جنرال جان نیکلسن هم ویلی وؤ چې واشنګټن پاکستان سره په پراخه کچه تماسونه نیول پیل کړي ترڅو طالبانو باندې افغان دولت سره دسولې دخبرو دپاره فشار راوړل شي.

ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۲۷مه نیټه ازبکستان کې یوه نړیواله غونډه هم جوړیږي چې پکې به دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر په ګډون دنړۍ دیو شمیر هیوادونو مشران افغانستان کې دسولې په موضوع خبرې وکړي.

افغان اولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ طالبانو ته دسولې بهیر سره دیوځایې کیدلو وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که هغوئ سولې ته غاړه کښیږدي نو ټولټاکنو کې دبرخې ورکولو دموقعې ترڅنګ به یو لړ امتیازات ورکړي خو طالبانو لا تر دې مهاله دافغان اولسمشر دغه وړاندیز ته غوڅ ځواب نه دی ویلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG