لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان چارواکو د امادګۍ باوجو دغلام خان سرحدي لاره نه ده پرانستل شوې


دپاکستان حکومتي چارواکو ویلي و چې نن چهارشنبې به افغانستان سره په ګډه پوله دغلام خان سوداګریزه سرحدي لاره پرانیستل کیږی خو بیاهم دا ټرانزیټي لاره د تجارتي مالونو پرمخه تړلې ده او د خلاصیدو هیڅ څرک یې نه لیدل کیږي.

د خوست ولایت د ګمرک ريیس شمس الله بریال وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي، دغلان خان سرحدي لارې د پرانیستلو په تړاو پاکستاني چارواکو تر دې دمه کومه رسمي اړیکه نه ده نیولې خو په وینایې که دا بندر خلاصیږي دوی ورته بشپړ چمتوالی لري.

دشمالي وزیرستان څخه افغانستان ته تیریدونکې تجارتي لاره غلام خان په کال ۲۰۱۴ کې دپاکستان لخوا سیمه کې دترهګرو په ضد دشوؤ عملیاتو ضرب عضب راپدیخوا تړل شوې ده.

بریال وویل” دغلام خان لارې د خلاصیدو په اړه اوازې ګرمې دي او په رسنیو کې د دې لارې دخلاصیدو نهايي تاریخ د مارچ اومه نیټه ښودل شوې ،مونږ له همدې امله د ګمرک سرحدي وسایل اوکاري پرسونل اماده کړ او د خوست کمرګ د تجاراتي مالونو د طي مراحلو لپاره هیڅ ډول ستونزه نه لري او که لاره پرانیستل شي دوی یې هرکلی کوي”

په ورته وخت کې دسوداګرۍ او صنایعو خونې سلاکار رحیم الدین اغا ویلي ، دغلام خان سوداګریزه سرحدي لاره به دافغانستان اوپاکستان د حکومتونو په همغږۍ خلاصه شي.

نوموړي د دې لارې په خلاصیدو ټینګار وکړو او وئ ویل که دغلان خان لاره پرانیستل شي د تورخم او سپین بولدک په لارو کې به د تجارتي مالومانود لیږد رالیږد په چاروکې به د زیات رش مخه ونیول شي.

نوموړي وویل”دغلان لاره نه پرانستل کیدل دافغانستان اوپاکستان د دواړو هیوادونود تجارانو په زیان ده ، تاجرله سیاست سره کار نه لري او سوداګر دواړوهیوادونو ته ګټه رسوي اوغوښتنه مې دا ده چې تجارت باید له سیاست څخه جلاشي”

بلخوا له پاکستان څخه افغانستان ته دسوداګري توکو واریدونکی افغان سوداګروزیرمحمد متونوال وايي ، د خوست ، پکتیکا ، پکتیا اوغزني ولایتونو ته د تجارتي مالومونو د لیږد لپاره دغلام خان لاره کم مصرفه او تر تورخم او سپین بولدک په پرتله لنډه لار ده اوله همدې امله ورته حیاتي ارزښت لري.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل ”غلام خان ځکه زمونږ لپاره حیاتي ارزښت لري چې زمونږ د کاروبارنیم ژوند له همدې لارې سره تړلی دی ،زمونږتجارانو لپاره ډیرې اسانتیاوې په کې شته ،مالونه ژر رارسیږي او په کم مصرف اومونږ امید لرو چې دا لار ژر پرانیستل شي”

یاده دې وې چې تراوسه د پاکستان حکومت له لوري دغلام خان سرحدي لارې خلاصیدو په اړه تازه معلومات له رسنیو سره نه دی شریک شوي خو په ناتید شویو رپوټونو کې د دې لارې دخلاصیدو چارې د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوي دي.

دتجارتي مالونو پرمخ دغلام خان سرحدي لارې برخلیک په داسې حال کې نه دی معلوم چې په افغانستان کې دسوداګرۍ د چارو خصوصي ادارې ویلي ، تر ۲۰۱۵ کاله پورې په هر کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۵ ملیارده ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه صادریدل خو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکود خرابیدوله امله دا کچه یوملیارډ ډالرو ته راښکته شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG