لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ:د ډرون برید کې دملا فضل الله زوئ اؤ ۲۰ پاکستاني طالبان وژل شوي


سرچینې وایي دافغانستان په کونړ ولایت کې بې پلوټه امریکایي الوتکې دطالبانو د تحریک دمشر مولوي فضل الله په نړدې ملګرو اؤ مهمو کمانډرانو میزائیلي برید کړی چې پکې د طالبانو دتحریک دمشر مولوي فضل الله د زوئ په شمول ۲۱ طالبان اؤ دهغوئ مهم کمانډران وژل شوي

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي د ډرون دغه برید چهارشنبې په ماښام د کونړ ولایت په سلطان خیل سیمه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس دپاکستاني طالبانو په یو مرکز شوی دی.

طالبانو اؤ افغان چارواکو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي خو د سرچینو وینا ده چې په دې برید کې زیاتره دطالبانو دمشر مولوي فضل الله نزدې ملګري اؤ کمانډران وژل شوي . چې تعلق یې دپاکستان دسوات سیمې سره ښودل کیږي .

په نوي کال کې طالبانو ته دا تر ټولو ستره ضربه ده چې د ډرون برید له لارې ورته اوښتې ده ده.

تیره میاشت هم دافغانستان په پکتیکا ولایت کې دپاکستاني طالبانو دتحریک مرستیال مشر خان سید سجنا وژل شوی ؤ.

سرچینو پخلی کړی چې په دې برید کې د مولوي فضل الله زوئ عبدالله هم وژل شوی خو پخپله فضل الله ددغه برید نه ځکه ژوندی وتلی چې هغه د برید په مهال د خپلو ملګرو ترڅنګ نه ؤ.

د سرچینو وینا ده چې طالبان په یوه ودانۍ کې راټول شوي وؤ اؤ د راتلونکي دپاره یې په پلانونو غور کولو چې په دغه مهال بې پائلوټه امریکایي الوتکې په نخښه کړل.

په برید کې چې کوم ۲۱ طالبان اؤ دهغوئ کمانډران وژل شوي ډیوه ته د هغوئ نومونه اؤ درکونه په لاندې ډول په لاس ورغلي دي.

ظهور دسوات مینګورې، ذیشان دسوات سنګوټې، عبدالله دسوات شموزو، شاهد دمینګورې ،سیف الله دمټې شکر درې، مدثر دصوابۍ، عبدالله د مولوي فضل الله زوئ د سوات دامام ډیرۍ،سلمان دبره دیر،سمیع الله دسوات کبل، ریحان د سوات کانجو، ملا عمیر د سوات دکبل،صابر د کبل، اسامه دسوات دچارباغ،ایوب دسوات کبل،وحید الله دکبل،احمد دمینګورې، اسدالله دافغانستان د نورستان ولایت،سلمان دبونیر، حسن د مینګورې ، اسامه دکبل،اؤ سیف الله د سنګوټې.

په پاکستاني طالبانو دغه ستر برید په داسې مهال شوی چې افغان اولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ طالبانو ته دسولې پلان وړاندې کړی اؤ ورته یې ویلي چې که هغوئ د سولې دبهیر سره یو ځایې شي نو دولت به یو شمیر امتیازات ورکړي‌خو طالبانو دافغان اولسمشر دسولې دغه وړاندیز ته لا هیڅ جواب نه دی ورکړی.

له دې وړاندې هم په افغانستان اؤ پاکستان کې دطالبانو، القاعده اؤ داعش د سر مشران اؤ مهم کمانډران په ډرون بریدونو کې وژل شوي دي.

افغانستان کې دناټو ځواکونو کمانډر جان نیکلسن تیره اوونۍ ویلي وؤ چې افغانستان کې به د ترهګرو په ضد د هوایي اؤ زمکنیو بریدونو لړۍ نوره هم پیاوړې کولی اؤ طالبان به دجنګ په میدان کې ماتولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG