لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي په لادرکه پښتنو کې شاوخوا ۱۴۰۰ ښځې هم شاملې دي


د مارچ ۸مه په نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، خو د پښتونخوا او قبایلي سیمو زرګونه پښتنې مېرمنې د جګړو له امله بې کوره دي او ګڼ شمېر یې ورکې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر په کوټه کې د وکیلانو غونډې ته وويل:

"۳۲۰۰۰ لادرکه پښتانه اوس هم له دوی [استخباراتي او امنیتي ادارو] سره دي، چې په هغوی کې له دیارلس تر ۱۴۰۰ پورې پښتنې ښځې هم شاملې دي"

علي وزیر وایي د کوټې تر جلسې وروسته به د وزیرستان هغه ښځې میندې او خویندې- چې زامن او وروڼه یې ورک او یا وژل شوي دي- له خپلو کورونو را باسي او د پاکستان پوځي چاوڼۍ ته به یې په ننواتې ورولي، چې لادرکه خلک یې ور خوشي کړي:

"موږ به خپلې خویندې او میندې- که ۵۰۰ وې که ۱۰۰۰ وې هر څومره مو چې برابرې کړې- را باسو، په لاسونو کې به ګلدستې ورکوو، د دوی [پوځ] د چاوڼۍ په خوله کې به دغه ګلونه ورته ږدو، چې له تا سره ټوپک دی له موږ سره ګلونه دي او دا مهرباني وکړه موږ د مجرمانو خلاسول نه درته وایو، خو دا خلک د انصاف ادارې ته وړاندې کړه، چې څوک مجرم دی بې شک سزا ورکړه، خو چې مجرم نه دی هغه را خلاس کړه"

علي وزیر په کوټه کې وکیلانو ته وینا کوي. ۰۸ مارچ ۲۰۱۸
علي وزیر په کوټه کې وکیلانو ته وینا کوي. ۰۸ مارچ ۲۰۱۸

د پښتنو پر سیاسي ګوندونو خصوصاً پر ملتپالو ګوندونو نیوکه کېږي، چې په دې یوویشتمه پېړې کې یې هم ښځو ته په سیاست کې ونډه نه ده ورکړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي دوی به هڅه کوي، چې په خپله مبارزه کې ښځې هم ورسره ملګرې کړي. علي وزیر وایي:

"باید زموږ کوشش وي چې په دې تحریک کې زنانه وو ته پوره پوره حصه ورکړو، موږ به د خپل کور خویندې، میندې، ورېندارې او تیندارې را باسو او څنګ په څنګ به راسره روانوو"

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مارچ په ۹مه په ږوب، په ۱۰مه په کلا سیف الله او خانوزۍ او ۱۱مه په کوټه کې سترې ولسي جلسې وکړي، چې ویل کېږي د ښځو د ناستې لپاره ځانګړی انتظام شوی دی.

له خلکو غوښتنه شوې ده چې په دغو جلسو کې د خپلو کورنیو ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي. په کوټه کې د پښتون قامي جرګې لس کسیزه کمېټۍ د پښتون ژغورځنګ غورځنګ د جلسې انتظام کوي. د دې کمېټۍ غړي ارمان لوڼي پر خپل فېسبوک د ښځو د ګډون په اړه لیکلي:

"ټول ولس بايد د 9م مارچ ږوب جلسې ته، د 10م مارچ کلاسيف الله جلسې، د 10م پنځه بجې خانوزۍ جلسې ته او د 11م مارچ کوټې جلسې ته د خپلې کورنۍ ښځې راولي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین (اردو پواینټ) ویبپاڼې ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې د عامو خلکو په شمول ډېرو پښتنو ښځو هم ورته ډاډ ورکړی، چې د پښتنو د حقونو لپاره به ورسره ګډه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG