لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عاصمه راني په وژنه تورن مجاهد اپريدی په متحده عرب اماراتوکې نيول شوی


عاصمه راني
عاصمه راني

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر صلاح الدين محسود ويلي متحده عرب اماراتو ورته د مجاهدالله اپريدي د نیولو خبر ورکړی خو نوموړي ويلي پخلی به د هغې وروستو کيږي چې د هغه د نيولو په اړوند اسناد دوي سره شریک کړی شي.

صلاح الدين محسود ويلي د کوهاټ پوليس د تېرو څو اوونيو راهسې د مجاهداپريدي د متحده عرب اماراتو د پوليس سره نېغ په نېغه تماس کې وو.

عاصمه راني د جنورۍ د مياشتې په وروستيو کې په کوهاټ کې د رشتې نه ورکولو په سر څو کسانو په ډزو وژلې وه.

راني په ژوبل حالت کې بيان ورکړی ؤ چې هغه د مجاهد اپريدي په نوم تن ويشتې ده.

عاصمه راني په اېبټ اباد کې د طب محصله او پلارنۍ سيمه يې کوهاټ ده.

د پاکستان د سپريم کورټ مشرقاضي ميا ثاقب نثار د عاصمه راني د وژنې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

د ځايي رسنيو ترمخه اپريدي د خپل ورور او ملګري په مرسته راني وژلې وه، د اپريدي ورور او ملګری پوليسو نيولي دي.

د مجاهد اپريدي په اړه ويل کيږي چې هغه د شتمنې کورنۍ سره تعلق لري او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کوهاټ ضلعې مشر خوریی دی.

د ځايي رسنيو ترمخه اپريدي د وړاندې يو واده کړی او په دوبۍ کې خپل کاروبار کوي، ويل شوي هغه د عاصمه د وژنې په دوېمه ورځ سعودي عرب ته د عمرې په ويزا د اسلام اباد د هوايي ډګرڅخه وتلی ؤ.

د خېبرپښتونخوا د پوليس سرچينو ترمخه وروستو پوليس د مرکزي تحقیقاتی ادارې سره تماس کړی او د اپريدي د نيولو مرسته يې ترې غوښتې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG