افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو استازي په طالبانو ټینګار کړی چې دافغان دولت لخوا دسولې شوي وړاندیز ته باید هرکلی ووایي اؤ افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښینې .
د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په پاڼه خپره شوې یوه خبر تر مخه د امنیتي شورا غوندې ته په وینا کې ښاغلي م تدامچي يماموتو وويل افغان دولت چې طالبانو ته دسولې کوم وړاندیز کړی هغه لا په میز پروت دی.
هغه وويل" اوس دا په طالبانو لازمه ده چې دخپل وړاندیز سره مخې ته راشي او دافغان ولس ستونزو ته دپاې دټکي ايښودو لپاره افغان دولت سره نيغ په نيغه خبرې اترې پيل کړي"
قابو دوه اوونۍ له مخې دافغانستان اولسمشر اشرف غني دکابل پروسې په دوهمه غونډه کې طالبانو ته دسولې طرحه وړاندې کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې که هغوئ دسولې بهیر سره یو ځایې شي نو افغان دولت به ورته یو شمیر امتیازات ورکړي خو طالبانو داشرف غني دغه وړاندیز ته لا هیڅ ځواب نه دی ویلی.
دملګرو ملتونو استازي وويل سوله رامينځته کيدل اومخالفينو سره تماسونه پخې ارادې ، حوصلې او ترټولو مهم ملي يو والي ته اړتيا لري،
هغه وويل دافغانستان سياسي مشرانو ته په شخصي ايجنډا ملي ګټو ته اولیت ورکول پکار دي.
دملګرو ملتونو استازي وویل هيله لري چې پارليماني ټاکنې به سږکال اوصدارتي ټاکنې به په کال ٢٠٠٩م کې ترسره شي.
هغه دداعش لخوا په زياتيدونکې اولسي مرګ ژوبله هم دانديښنې څرګندونه کړې ده.
دملګرو ملتونو څخه وړاندې امریکا هم په طالبانو ټینګار کړی چې دافغان دولت سره خبرو ته کښیني خو طالبانو لا د نړۍ دغو غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی اؤ په افغانستان کې یې په امنیتيځواکونو خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي.
افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو ته دسولې له وړاندیز وروسته ویلي وؤ چې طالبانو ته به دسیاست اؤ جګړې په دواړو ډګرونو کې ماتې ورکوي خو دا مهال طالبان دافغانستان په یو شمیر اولسوالیو قابض دي اؤ هغوئ دریځ لري چې ترهاغې به دافغان دولت په ضد وجنګیږي ترڅو چې افغانستان څخه ټول خارجي ځواکونه وتلي نه وي.
ولې بل لوري ته افغانستان کې میشت دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن په ډاګه کړې ده چې ترهاغې به افغانستان یوازې نه پریږدي ترڅو چې په دغه هیواد کې بشپړ امن نه وي ټینګ شو