لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: پښتانه د پاکستان د پوځ له لاسه له بدې ورځې سره مخامخ دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د ږوب سترې ولسي غونډې ته وویل، پښتانه د پاکستان د پوځ [جي ایچ کیو] له لاسه له بدې ورځې سره مخامخ دي. وایي په زرګونو ورک پښتانه باید خوشي کړل شي او که یې جرم کړی وي عدالتونو ته دې وړاندې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتین په مشرۍ نن د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې روان شو، په درازنده او شېراني ضلع کې یې سلګونو خلکو هرکلی وکړ.

د بلوچستان په پښتني سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې نن د دې ایالت په ږوب سیمه کې پیل شوې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو پکې ګډون کړی وو.

د ږوب ښار په بازمحمد باز شهید میدان کې جلسې ته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ته د وینا بلنه ورکړل شوه، نو د جلسې زرګونه ګډونوال یې په احترام کې ولاړ شول.

منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، چې د پښتنو له ټولو سیمو دي پوځي او ملېشه چیک پوسټونه یا ختم کړل شي یا دې لېویز ته وسپارل شي، ځکه چې پر دغو چیک پوسټونو پرله پسې د پښتنو بې عزتي کېږي:

"د خپل کاروبار او ډالرو په خاطر په دې ملک [پاکستان] کې د پښتنو وینه تویول کېږي، موږ د پاکستان د آیین لاندې غوښتنه کوو چې څوک دې غیرعدالتي مرګونه نه کوي، دوی یې ولې کوي؟ که د آیین خبره پخه وي نو سزا دې ورکړي"

جلسې ته په وینا کې د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید وویل، په دې سیمه کې ټولې ترهګرې ډلې پاکستان جوړې کړې دي، خو په دې هېواد کې یې پښتانه د ترهګرو په نامه بدنامه کړي دي:

"د پاکستان له جوړېدو تر ۲۰۰۲م کاله پورې یې په فلمونو، ډرامو او کتابونو کې ویل چې پښتون بېوقوف [ناپوه] دی، ترهګر تنظیمونه ده جوړ کړي وو، خو زما کمیس پرتوګ او زما د عزت دستار یې د ویرې علامتونه کړل او پښتانه یې ترهګر ونومول"

په جلسه کې د راو انوار د نیولو، د ترهګرۍ په ضد او د پوځي او ملېشه چیک پوسټونو د ختمولو شعارونه هم ورکړل شول او په وار وار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ملاتړ نارې وهل کېدلې.

په جلسه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند، تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند او نورو ګوندونو مشرانو د پاکستان ریاستي پالیسۍ وغندلې، چې وایي پر پښتنو یې د ترهګرۍ په نامه جګړه ور تپلې ده.

د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر محمد انور مندوخېل جلسې ته وویل، د لسګونو وسلوالو تنظیمونو دفترونه په پنجاب کې دي او تور یې ولګاوه چې وزیراعلی شهباز شریف ورسره مالي مرسته کوي، خو وایي ترهګر پښتون ګڼل کېږي:

"زموږ خویندې او ځوانان محفوظ نه دي، پر موږ پردۍ جګړه را تپل شوې ده، وزیرستان ته ۱۵۰۰۰ عرب جنګیالي چا راوستي وو؟ چا ساتل او مالي مرسته یې ورسره کوله؟ خو نن ما [پښتانه] ته ویل کېږي چې ته ترهګر یې"

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر رضا محمد رضا په خپله وینا کې وویل، له څلوېښتو کلونو راهیسې د پنجاب د استعماري پالیسیو له کبله افغانستان او د پاکستان پښتانه په جګړه اخته دي، په لکونو انسانان یې و وژل، وطنونه یې ور ویجاړ کړل، په میلینونو خلک یې هجرت ته اړ کړل او لا یې ژوند ته نه پرېږدي:

"د ټول پښتانه اقتصاد یې ور ختم کړ، په جګړۍ او ترهګرۍ یې وځپل او اوس ټول پښتون یې له خپلو کورونو بې کوره او په ټول پاکستان کې ووېشل، خو نن یې نه په لاهور کې پرېږدي نه یې په کراچۍ کې پرېږدي، دا وخت د ټول پښتانه سر او مال، عزت او ناموس په خطر کې دي"

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کاروان به د خالي- شنبې په ورځ سهار له ږوبه روانېږي او لومړی به په کلاسیف الله سیمه او وروسته به ماسپښین په خانوزۍ کې جلسه کوي او د مارچ په ۱۱مه به د کوټې په صادق شهید لوبغالي کې جلسه کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG