لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلمي د کوټه ګلېډي اېټرز نه ماتې خوړلې، لاهور قلندر بهر


د کوټه ګلېډي اېټرز لوبغاړي
د کوټه ګلېډي اېټرز لوبغاړي

د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) درېم د سیاليو په روانه لړۍ کې په ۲۳م سيالۍ کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې پېښور زلميو ته ماتې ورکړې او تر ټولو زیات پوائنټونه یې ترلاسه کړي دي.

بل لور ته د لاهور قلندرز لوبډلې تراوسه پورې په اووه سياليو کې شپږ بايللي او يواځې يوه یې ګټلې ده، ځکه دغه لوبډله د پي اېس اېل د راتلونکي پړاؤ (پلی اف) څخه بهر شوې ده.

د پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز ترمنځ لوبې پچه/ ټاس د کوټې لوبډلې ګټلی او لمړی يې بالينګ کړی ؤ.

زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو ۱۵۷ رنزونه جوړ کړي وو، د کوټې لوبډلې هدف په وروستي اوور کې په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو ترسره کړو او سیالي يې په شپږو وکټو ګټلې ده.

د ګلېډي اېټرز لوبډله د سيالۍ ګټلو سره د شپږو لوبډلو په نمبرو کې لمړي نمبر ته راغلې او ۱۰ پوائنټونه يې ترلاسه کړي دي.

په دوېم نمبر د اسلام اباد، درېم کراچۍ، څلورم ملتان او پينځم نمبر باندې د پېښور لوبډله ده.

د لاهور قلندرز لوبډلې په اووه سياليو کې يواځې يوه ګټلې او د پي اېس اېل د پلی اف راتلونکي پړاؤ څخه بهر شوې ده.

د لاهور لوبډله له دې وړاندې د پي اېس اېل په دوه ځله سياليو کې هم ښه رول نه دی لوبولی او په تېر دوه ځله کې هم د پلی اف پړاؤ ته نه وه رسېدلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG