لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو مهم مشر ملا نانۍ خوشی کړی


پاکستان د افغان طالبانو مهم مشر احمدالله عرف ملا نانۍ خوشی کړی دی، د دوشنبې/ ګل په ورځ طالب سرچينو هم د دې خبر پخلی کړی دی.

ويل شوي پاکستان د ملا نانۍ د خوشي کولو پرېکړه د دې دپاره کړې تر څو طالبان د افغان سولې بهير کې شاملېدو ته اماده شي.

خو بل لور ته طالبانو تراوسه پورې د افغان دولت څخه د خبرو نه انکار کوي او ټينګار کوي چې نېغ په نېغه د امريکا سره خبرې وکړي.

د افغان چارو کار پوهه رحيم الله يوسفزی وايي "که طالبان يا د پاکستان دولت په رسمي ډول د دې خبرې (نانۍ د خوشي کېدو) پخلی وکړي نو دا ډېره مهمه خبره ده ځکه چې احمدالله نانۍ د طالبانو د رهبري شورا مهم غړی پاتې شوی دی او دی چې کله نيول شوی ؤ نو طالبانو داسې هيله لرله چې دی به ډېر زر خوشی شي".

نوموړی وايي "اوس که دی خوشی شوی وي نو داسې ښکاري چې پاکستان اوس کوشش کوي چې د طالبانو د پاکستان نه کوم شکايت يا ګيلي دي دا د هغې د لرې کولو کوشش ښکاري او پاکستان هم بيا بيا طالبانو ته وايي چې خبرو ته کښېني".

د ملا نانۍ د خوشي کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستيو کې د افغانستان صدر اشرف غني په طالبانو د سولې او پاکستان سره د مذاکراتو غږ کړی دی.

ځينې راپورونه د طالب سرچينو لخوا وايي چې ملانانۍ د کمزوري صحت له امله خوشی کړی شوی دی.

د جنورۍ په مياشت کې د طالبانو د قطر د دفتر پينځه کسيزه ډلې پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړوند خبرې کړې وې.

خو وروستو طالبانو په يو جاري کړي بيان کې ويلي ؤ چې د طالبانو سياسي استازي به د چين، قطر او ځينو نورو هېوادونو سره د خپلو مشرانو سپارښتنې شريکوي.

د طالب سرچینو ترمخه ملا نانۍ چې د طالبانو په وخت کې چيف جسټس يا د سترې محکمې مشر او د استخباراتو مشر پاتې شوی، هغه د کال ۲۰۱۶م د اکتوبر په مياشت کې په کوټه کې نيول شوی ؤ.

دا چې ملا نانۍ څنګه کولی شي چې د طالبانو د افغان دولت سره په خبرو کې مهم کردار ولوبوي، رحیم الله يوسفزی وایي د هغه خوشي کول د پاکستان يوه هڅه ده خو هغه نه ګڼي " چې په يواځې سر ملا نانۍ وکړی شي چې طالبان د افغان حکومت سره خبروته کښېنوي ځکه چې د طالبانو پرېکړې د دوي شورا کوي".

ښاغلی يوسفزی وايي "د پاکستان د افغان طالبانو سره رابطې شته" خو نوموړي وايي پاکستان چې اوس دا خبره ورکوي چې په طالبانو ډېر اثر نه لري "د طالبانو په وخت کې هم د پاکستان ډېرې خبرې دوي نه منلې او په ځينو خبرو يې اختلافات لرل" البته پاکستان ورله مشورې ورکولی شي.

تېر کال د ستمبر په مياشت کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر حنيف اتمر پاکستان ته د بنديانو يو بل سره بدلولو وړانديز کړی او د پاکستان نه يې د طالبانو پينځه مهم مشران غوښتي وو چې پکې ملا نانۍ هم شامل ؤ.

په دغه مهال داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستان هم د افغانستان نه د پېښور په ارمي پبلک سکول بریدکوونکی غوښتی خو د دواړوه هېوادونو لخوا په رسمي ډول د دغو بنديانو د نومونو يا يو بل ته سپارلو په اړوند څه نه ؤ ويل شوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG