لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: د ولسمشرۍ، پارلمان او ولایتي شوراګانو ټاکنې به پر خپل وخت کېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شورو- چارشنبې په ورځ په ټینګار سره وویل، چې په هېواد کې به یې د ولسمشرۍ، مرکزي پارلمان (ولسي جرګې) او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت کېږي.

ښاغلي غني باور ورکړ چې حکومت به یې د انتخاباتو د بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې به د ټاکنو له خپلواک کمیشن سره مرسته کوي، چې ازادې او رڼې ټاکنې تر سره کړي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانستان ځینو سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې، چې کېدای شي په هېواد کې یې راتلونکي انتخابات خصوصاً د ولسمشرۍ ټاکنې تر خپل وخت وځنډېږي.

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین غونډې ته په وینا کې ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته هیله څرګنده کړه، چې وایي دا به د ولسي همږغۍ په جوړولو کې مرستندوی ثابت شي.

ولسمشر غني وویل د جمهوریت او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې تر سره کېدونکې ټاکنې به د خلکو اراده څرګنده کړي او دا به د نظام جوړولو ته لاره هواره کړي.

په غونډه کې د افغانستان اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل هېواد پر سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې پر فعالانو ږغ وکړ، چې د انتخاباتو له بهیر سره مرسته وکړي:

"د ملي یووالي حکومت له ژمنتیاوو څخه یو کار دا دی چې انتخابات تر سره کړو او په دې برخه کې د افغانستان پر سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې پر سازمانونو او افغان ولس ټینګار کوو چې ملاتړ یې وکړي"

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د مرکزي پارلمان او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې په میاشت (اکتوبر-نومبر ۲۰۱۸م کال) کې او د ولسمشرۍ ټاکنې په ۱۳۹۸لمریز (۲۰۱۹م کال) کې تر سره شي.

افغان حکومت د کابل پروسې په دویمه غونډه کې د امن یو هراړخیز پلان وړاندې کړ، چې وسلوالو طالبانو ته یې د پخلاینې د وړاندیز په ترڅ کې وویل، که هغوی خبرو ته حاضر شي، نو د سیاسي ګوند په توګه به وپېژندل شي او په راتلونکو ټاکنو کې به برخه ورکړل شي، خو طالبانو تر اوسه د افغان ولسمشر وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG