لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پښتنو سره د پاکستاني ریاست د ظلم داستان ملګرو ملتونو ته ورسېد


په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د پښتنو په استازیتوب فضل الرحمن اپریدي ویلي، د پاکستان ریاست نړۍ ته پښتانه ترهګر ښودلي او نړۍ هم له تاییده پرته پرې باور کړی دی.

د شورو- چارشنبې په ورځ په جنېوا کې د شورا غونډې ته په وینا کې فضل الرحمن اپریدي ویلي، د ډیورنډ پاکستان غاړې ته د پاکستان پوځ پر پښتنو جګړه تپلې ده، پښتانه یې په جبري توګه تښتولي، له عدالتي چوکاټه بهر یې ټکولي او وژلي دي.

ښاغلي اپریدي ویلي د ډیورنډ پاکستان لور ته د پاکستاني پوځ د تګلارو له امله په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

فضل الرحمن وایي له کله راهیسې چین په پاکستان کې د چین پاکستان اقتصادي لارې منصوبه پیل کړې، نو حالات د بلوڅانو وروسته د پښتنو لپاره هم خراب شوي دي. اپریدی وایي:

"د چین-پاکستان اقتصادي لاره د بلوڅانو او پښتنو په مړیو باندې جوړېږي او د پاکستان پوځ پر پښتنو او بلوڅانو دواړو باندې د ترهګرو ټاپه لګولې ده"

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د "پښتون پسرلي" نوم ورکړی او وایي، په لومړي ځل دې تحریک د ریاست بنیادونه لړزولي او د پښتنو د وېرې احساس یې ختم کړی دی. هغه وایي د غورځنګ مشران منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ د معلوماتو له مخې پاکستاني ریاست ۳۲۰۰۰ پښتانه جبري بې درکه کړي دي، چې په هغوی کې یواځې ۲۵۰ بیرته خپلو کورونو ته راغلي دي.

اپریدی وایي یاد غورځنګ د پاکستان په آییني چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او له پاکستانه یې د ازادۍ غوښتنه نه ده کړې. هغه وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په پاکستان کې خوندي نه دي او وېره يې څرګنده کړې چې کېدای شي د پاکستان پوځ او د پوځ ساتلې ډلې [ترهګرې ډلې] د هغوی ژوند ته خطر پېښ کړي.

ښاغلي اپریدي د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو له خولې وویل، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ۶۵۰۰۰ بې ګناه پښتانه وژل شوي دي، خو یو طالب یا القاعده مشر په دغو عملیاتو کې نه دی وژل شوی.

فضل اپریدي په خپله وینا کې ویلي، د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای او ایم ای د بې درکه شویو خلکو خپلوانو ته ګواښونه کوي، چې که حال یې رسنیو ته ورساوه، نو د هغوی به هم بد حال وي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي، پښتانه نور پر منتخبو حکومتونو باور نه کوي، ځکه چې وایي منتخب حکومتونه د پاکستاني پوځ جنایتونه او زورزیاتی نور هم پیاوړی کوي. هغه غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه دي خپله یوه کاري ډله جوړه کړي، چې له پښتنو سره د پاکستاني ریاست د ظلمونو پلټنې وکړي.

اپریدی د پاکستان د هوایي ځواک د یوه پخواني افسر قمر سلیمان له خولې ویلي، یواځې په ۲۰۰۸م کال کې په فاټا کې ۱۱۶۰۰ بمونه غورځول شوي دي او په دغو امریکایي الوتکې ایف-۱۶ هم کارول شوې دي.

نوموړي ویلي د پاکستان رسنۍ د پښتنو پر ظلم پټه خوله دي او وایي رسنیو په دې برخه کې پر ځان خپلسره بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د نهې- سه شنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې د پښتنو د ګیلو په ځواب کې اعتراف کړی، چې پښتنو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او پاکستان د دغو قربانیو قدر کوي.

ویډیو د پښتون ټایمز په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG