لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې به نرښځيان ويړيا تعليمي او هنري زدکړې ترلاسه کوي


د پاکستان د زدکړو يا د تعليم ملي پروګرام د غېر دولتي ادارې "بليو وېنز" سره د تفاهم يو يادداشت لاسليک کړی د کوم لاندې به چې په ملک کې نرښځيان تعليمي او هنري زدکړې ويړيا ترلاسه کولی شي.

د غېردولتي ادارې ترمخه د قامي ادارې سره په يادداشتي ليک کې په دې تړون لاسليک شوی چې کومې ادارې د ملي ادارې لاندې راځي په هغو کې به نرښځيانو ته د ابتدايي زدکړو نه تر سېکنډري کچې تعليم او د بالغانو دپاره تعليمي پروګرام او هنري زدکړې ويړيا ورکولی شي.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی تيمور کمال وايي د دې لاسليک سره به په ځانګړي ډول هغه نرښځيان چې د زدکړو توان لري زدکړې ترلاسه کړي او هنرونه به ياد کړي.

ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، " زياتره نرښځيان د تعليم نه محرومه دي ځکه چې هغوي ډېر په وړوکوالي د کورونو نه راوتي دي او هغوي مخې ته هم تعليم نشي کولی مونږ د نيشنل لټريسي پروګرام سره د ډېر وخت نه په دغې اړه په رابطه کې وو او زمونږ د دوي سره اوس دغه اېم او يو وشوه".

هغه وويل د قامي ادارې د پروګرام لاندې چې څومره تعليمي ادارې يا د هنري زدکړو مرکزونه دي نه يواځې دوي ته به هلته ويړيا زده کړې ورکولی شي بلکې دوي به وکولای شي چې د لېپ ټاپ ترلاسه دولتي سکيم کې خواست وکړي او لېپ ټاپ ترلاسه کړي.

پاکستان کې نرښځيان تل شکايتونه کوي چې دوي ته د برابرۍ په اساس حقونه نه ورکړی کيږي او نه يواځي په دولتي کچ بلکې په اولسي کچ هم د دوي سره امتيازي سلوک کولی شي.

دا چې د نرښځيانو دپاره د ويړيا زدکړو پروګرام به کله عملي شي دغې پوښتنې په ځواب کې تيمور کمال وويل د دولتي ادارې لخوا دويي سره لاسليک شوی دا به اوس د هغې وروستو مالوميږي چې نرښځيان ادارو ته داخلو له لاړ شي چې هلته دوي ته څه ځواب ويلی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG