لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون هنرمند رياض اختر په حق رسېدلی


رياض اختر
رياض اختر

د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې سره تعلق لرونکي د پښتو فلم، ټي وي او سټېج ډرامو ياد هنر مند رياض اختر د ۵۷ کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی.

د ارواښاد د کورنۍ په وېنا اختر د لږې مودې نه د ګردو په رنځ اخته ؤ، هغه ته نن سهار تکليف زيات شوی او د مردان مېډېکل کمپلېکس روغتون کې ساه ورکړې ده.

ارواښاد نن په دوه بجې د مردان په شېخ ملتون سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتو ژبې هنرمندانو د رياض اختر په مړينه د غم څرګندونه کړې ده.

رياض اختر په کال ۱۹۶۰ د جولايۍ په لمړۍ نېټه د مردان په هوتي سيمه کې زېږېدلی ؤ.

ارواښاد ابتدايي زدکړې د پنجاب صوبې د پېنډۍ ښار نه ترلاسه کړې او هغه بيا په کال ۱۹۸۰ کې د پاکستان ټيلي ويژن پېښور مرکز نه د خپل فن رسمي پېل کړی ؤ.

له دې وړاندې رياض اختر په پېنډۍ کې په سټېج ډرامو کې هم د خپل فن څرګندونه کړې وه.

د پاکستان ټيلي ويژن پېښور څانګې لخوا د ارواښاد ډاکټر محمداعظم اعظم ليکلې شوې ډرامې "خاندان" چې ډېره مشهوره شوې اختر په دغې ډرامه کې خوندور کردار ترسره کړی ؤ.

د ارواښاد نارينه اولاد نه ؤ او درې لوڼه يې پاتې شوي چې دوه پکې واده او يوه ناواده ده.

هغه د مردان په شېخ ملتون سيمه کې د کرايې په کور کې اوسېدو او د کورنۍ په وينا يې په غربت کې يې ساه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG