لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ:امریکایي کمانډرانو ته مې دطالبانو دټکولو واک ورکړی


وروسته له هغې چې طالبان  د افغان اولسمشر اشرف غني لخوا دسولې په وړاندیز غلي پاتې شول دامریکا صدر ویلي امریکایي کمانډرانو ته یې واک ورکړی چې افغانستان کې دطالبانو ټکولو دپاره دخپل طاقت څخه کار واخلي.

وروسته له هغې چې طالبان د افغان اولسمشر اشرف غني لخوا دسولې په وړاندیز غلي پاتې شول دامریکا صدر ویلي امریکایي کمانډرانو ته یې واک ورکړی چې افغانستان کې دطالبانو ټکولو دپاره دخپل طاقت څخه کار واخلي.

په کیلفورنیا کې پوځیانو ته خپله وینا کې ښاغلي ټرمپ ویلي دهغه انتظامیه دطاقت دلارې د سولې په تګلاره عمل کوي افغانستان دپاره هم دغې تګلارې ته ژمن دی.

تیره میاشت سپینې ماڼې اعلان کړی ؤ چې صدر ټرمپ پاکستان اؤ افغانستان کې دترهګرو د له مینځه وړلو دپاره سیمه کې موجودو امریکایي کمانډرانو ته واک اؤ تجهیزات ورکوي.

خو پخپله تازه وینا کې ښاغلي صدر ټرمپ ویلي چې امریکایي کمانډرانو ته یې د طالبانو د وهلو واک ورکړی دی.

روانه میاشت افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې هغوئ که د سولې بهیر سره یو ځایې شي نو حکومت به یې په بدل کې یو لړ امتیازات ورکړي خو طالبان د اشرف غني په دغه وړاندیز غلي پاتې شول اؤ وئ ویل هغوئ امریکا سره نیغ په نیغه خبرې غواړي.

خو امریکایي چارواکو طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو وړاندیز رد کړی ا ویلي یې دي امریکا دسولې خبرو کې دافغان دولت استازیتوب نه شي کولی ځکه نو طالبان دې افغان دولت سره خبرو ته کښیني.

خو دا چې طالبانو د سولې خبرو کې تر دې مهاله هیڅ خوښي ونه ښودله امریکايي چارواکي وایي اوس به ائتلافي ځواکونه د طالبانو په ضد دطاقت نه کار اخلي.

تیرکال د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان دپاره داعلان کړل شوې تګلارې مقصد طالبانو ته ماتې ورکول اؤ دافغان دولت ځواکمني پیاوړي کول ښودل شوي وؤ.

طالبانو که هرڅو د صدر ټرمپ په تازه ګواښ خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تیره میاشت په کابل کې دپرله پسې چاودنو اؤ ترهګریزو بریدونو نه وروسته چې کله ډانلډ ټرمپ طالبانو سره د خبرو د ختمولو اعلان کړی ؤ نو طالبانو پخپل غبرګون کې ویلي وؤ چې په جګړه هیڅکله دافغانستان ستونزه نه شي هواریدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG