لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعلماؤ شورا:دانډونیزیا ددیني عالمانو کانفرنس نه باید هیڅوک ونه ویریږي


دافغانستان دینی عالمانو ویلی دانډونیزیا په پلازمینه جکارتا کې ددیني عالمانو د جوړیدونکې غونډې څخه باید یوه ډله هم ونه ویریږي.

دیني عالمان وایي په دغه نړیواله غونډه کې به دسیمې علماء دافغانستان د روانې جګړې په اړه داسلامي احکامو په رڼا کې لیدلوری بیانوي.

دافغانستان دعلماؤ شورا داندونیزیا په غونډه کې د دیني عالمانو ګډون سترمسئولیت ګڼلی او ویلی یي دي ،د افغانستان روانې جګړې ته دحل لارې دموندلو په هدف به دسیمې دیني عالمان د جکارتا په غونډه کې مهم رول ترسره کړي.

دیني عالم امین الدین مظفري وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي وسله وال طالبان دافغانستان روانې جګړې ته شرعي اړخ ورکوي او په وینا یې د شرعي احکامو په اړه دسیمې علماؤ دنظر اظهارکولی شي او دا یو مثبت ګام دی.

نوموړي وویل"په جکارتا کې دافغانستان ،پاکستان او د اندونیزیا علماء چې راټولیږي یوازې د افغانستان د روانې جګړې په اړه بحث کوي او له دې د وتلو یوه مثبته لارسنجوي ترڅو چې د جګړې ښکیلې خواوې د جګړې پرځای دسولې لار غوره کړي"

مظفري ویلي،دانډونیزیا په غونډه کې دسیمې دیني علما دکوم اړخه نه دفاع نه کوي ، دوی غواړي چې د اسلام د دیني احکامو په رڼا کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

هغه وویل"د دې غونډې له جوړیدو باید هیڅوک ویره ونه لري ځکه په دې غونډه کې دیني احکام بیانیږي او څوک چې د دین داحکامو تابعداري کوي باید له هغوی سره ویره موجوده نه وي"

دیني عالم مظفري وايي جګړه دستونزود حل لارنه ده ،د وینودتویدنې پرځائ باید دسولې لار انتخاب شي اویو داسې قدام پورته شي چې په هغې کې دافغانستان دخلکو هوساینه او خوشحالۍ په کې نغښتې وي.

په ورته وخت کې دعلماو دشورا غړی مولوی شهزاده شاهد دافغانستان دسولې په اړه داسلامي هیوادونو د دیني علماو دشریکو هڅو له اقدام څخه هرکلی کوي او وایي کیدی شي چې د دې غونډې په جوړیدو سره په افغانستان کې سوله رانه شي خو په وینا یې دسیمې دهیوادونو دعلماؤ یوځای کیدل دافغان علماؤ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

مولوی شهزاده شاهد وویل"دسولې لپاره دحکومتونو یا دیني علماؤ را ټولیدل اودافغانستان دسولې لپاره دخبرو کول داسلامي ارشاداتو په رڼا کې ځانګړۍ اهمیت لري او دافغانستان علما له داسې غونډو قدرداني کوي"

افغان دیني علما په داسې حال کې دافغانستان دسولې او ثبات په اړه په انډونیزیا کې دسیمې دیني عالمانو دغونډې جوړیدل له ارزښته ډک ګڼي چې طالبانو په دې وروستیو کې دافغانستان او پاکستان دیني علماؤ غوښتي چې د اندونیزیا په غونډه کې ګډون ونه کړي.

خودافغانستان د دیني علماؤ دشوراغړی شهزاده شاهد وايي سوله انساني او دیني غوښتنه ده او دطالبانو پیاوړي علما باید له سولې سره دمخالفت پرځای دسولې له دریځه ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل"مونږ دطالبانو له پیاوړو دیني علماؤ څخه غوښتنه کوو ،دسولې لپاره چې کوم غږ کیږي په ځای د دې چې مخالفت یې وکړی باید حمایت ته یې را ودانګی او نه داچې نورو علماو ته ووايي چې دسولې په کنفرانسونو کې مه شریکیږئ "

دافغانستان ،پاکستان او ندونیزیا دیني علمانو غونډه ټاکل شوې داندونیزیا په پایتخت جکارتا کې دروانې میاشتې په ۲۶ نیټه پیل شي او دعلماؤ دوه او درې اړخیزو ناستو په ترسره کیدو سره دافغانستان دروانې جګړې په اړه به خپل دریځ روښانه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG