لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې هڅې، دپاکستان امنیتي مشاور کابل ته رسیدلی


دپاکستان دبهرنیو چارو صلاح کار جنرال ریټائرډ ناصر جنجوعه افغان چارواکو سره دخبرو اترو دپاره دشنبې په سحر کابل ته رسیدلی اؤ پاکستاني چارواکي وایي پخپل دغه سفر کې به ښاغلی جنجوعه افغان اولسمشر اشرف غني اؤ نورو چارواکو سره په یو لړ مهمو چارو خبرې وکړي.

کابل ته دپاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې افغان دولت طالبانو ته دسولې بلنه ورکړې اؤ واشنګټن په اسلام اباد فشارونه راوړي چې طالبان باید افغان دولت سره مذاکراتو ته کښینوي.

ښاغلي ناصر جنجوعه ته ددې سفر بلنه دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر ورکړې وه اؤ ټاکل شوې ده چې نوموړی به پخپل سفر کې افغان چارواکو سره افغانستان کې دسولې د روانو هڅو ترڅنګ دافغانستان په هاغو ګیلو مانو هم خبرې وکړي چې کابل یې اسلام اباد څخه د طالبانو د مرستې په اړوند لري.

افغان چارواکي په پاکستان تورونه لګوي چې طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو ته یې پخپله خاوره کې پناه ورکړې اؤ دغه ترهګرې ډلې داسلام اباد په مرسته کابل کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې سوله غواړي.

دافغانستان تر څنګ واشنګټن هم اسلام اباد د طالبانو په مرسته تورنوي اؤ د روان کال په پیل کې یې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې له دې امله تړلي چې خپله خاوره کې یې دترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه دي اخستي.

کابل ته دپاکستان د ملي امنیت دمشاور د اوسني سفر نه یوه ورځ دمخه د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په واشنګټن کې دامریکا مرستیال صدر مائیکل پینس سره لیدلي اؤ هغه ته یې باور ورکړی چې پاکستان به افغانستان کې دامن د روانو هڅو کلک ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG