لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاړو مرګ تل د مار د لاسه وي


Abu Zarin Hussin (Facebook)
Abu Zarin Hussin (Facebook)

د خالي په ورځ د ملاېشیا د وور وژونکې محکمې یا فاېر ډیپارټمنټ چارواکو ویلي ابو زرین حسن د چا لخوا د کومک غوښتو په خواست ديو خطرناک کوبرا مار نیولو هڅه کوله، خو مار په ده حمله اوکړه.

پښتانه وايي ، د پاړو مرګ د مار د لاسه وي. هم دغه د مودو راهيسې ازماېل شوی متل د ملايشيا په ابوزرين نومې پاړو رېښتيا شوی دی. نوموړی د زهريله مارانو د نيولو لپاره مشهور وو خو اخر هم يو خطرناک کوبرا مار هغه وچيچلو او مړ يې کړو،

د خالي په ورځ د ملاېشیا د وور وژونکې محکمې یا فاېر ډیپارټمنټ چارواکو ویلي ابو زرین حسن د چا لخوا د کومک غوښتو په خواست ديو خطرناک کوبرا مار نیولو هڅه کوله، خو مار په ده حمله اوکړه.

د ګل د ورځې نه د نوموړې په سنټرل سټیټ هسپتال پاهنګ کې علاج یا درملنه روانه وه خو د جمعې په ورځ يې هم په دغه ورغتون کې ژوند دلاسه ورکړو.

د کوالالمپور د بیړني حالاتود ادارې مشر خیروالدین درمان اې ایف پي خبرې ادارې ته ویلي کله به چې ابو زرین په ډیوټۍ نه هم وو نو بیا به یې هم د خپلی ښځې سره په ګډه د مارانو په نيولو کې د خلکو مرسته کولو.

خیروالدین درمیان ویل، "کوم مار چې ابوزرین چیچلی وو د دغې مار په یو ټک سره هاتي هم مړ کیږي،" درمان زیاته کړې ابوزرین زمونږ ډیر تکړه افسر وو او مونږ ته لوی تاوان ورسید

نوموړي د مارانو نیولو هنر د خپل پلار نه زده کړی وو څوک چې په ٫٫سنیک چارمر،، يا پاړو مشهور وو. او د کال ۲۰۰۷م نه ابوزرين نور خلک د مارانو په نيولو تربيه کول .

ابوزرین د ملاېشیا ترڅنګ په ګرده نړۍ کې د مارانو د نيولو او ورسره د ډول ډول لوبو کولو لپاره ځانګړی شهرت لرلو، د هغه عکسونه او ویډیوګانې په انټرنيټ ډیرې کتلې شوي او خپری شوي چې پکې هغه د کوبرا ماران ښکلوي یا مچې کوي.

د برطانې د ورځ پاڼې ډيلي مېل تر مخه ۳۳ کلن ابوزرين دوه کاله وړاندې هغه وخت ډېر مشهور شوی وو چې د برطانيې ځينې اخبارونو په هغه پسې په دروغه دا خبره مشهوره کړې وه چې ابوزرين د کوبرا مارې سره واده کړی دی.

تیر کال د ټي وي په " ایشیا ګاټ ټېلنټ " خپرونه کې د زهريله مارانو سره په خطرناکومظاهرو ابوزرين کتونکي حېران کړي وو او د هنرونو په دغه مقابلو کې کوارټر فاېنل ته رسېدلی وو .

مطبوعات وايي ابوزرين له د دې نه وړاندې هم څو وارې مارانو ټکونه ورکړي وو او په آخيري ځل کال ۲۰۱۵ م کې د يو خطرناک مار د چيچلو د لاسه دوه ورځې په کټ بې هوشه پروت وو.

پښتانه وايي د پاړو مرګ د مار له ټکه وي، مشران دا متل د هغه خلکو لپاره هم کاروي څوک چې وسله وال يا بدمعاشان ساتي او وايي اکثر هم دغه وسله وال چې ټول عمر يي د خپل مالک لپاره نور خلک وژلي وي يوه ورځ خپل مالک ته هم سترګې خړې کړي.

په تاريخ کې ډېرداسې واقعات شوي دي لکه چې د پاکستان د پوځ يو افسر سلطان امير تارړ چې د کرنل امام په نوم پېژندګلو لري او ورته د طالبانو روحاني پلار ويلی کيږي ،هم پاکستاني طالبانو په کال ۲۰۱۱ م کې په وزيرستان کې وژلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG