لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د طالبانو غونډه لاسوهنه نه، خو د ولسمشر غني ټویټونه لاسوهنه؟


واشنګټن ــــ په افغانستان کې په ترهگرۍ تورن او جگړه کې د بوختو طالبانو د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سره رسمي لیده کاته حلال دي خو په پاکستان کې د بشري حقونو د پاره د پاڅېدلو پښتنو او بلوڅو په مرسته د افغان ولسمشر اشرف غني دوه کرښې ټويټ حرام دی.

د عمران خان سره د طالبانو د پلاوي د خبرو اترو خبر د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د شورو يا چهارشنبې په ورځ په وټس ايپ ځينو خبريالانو ته ورکړ او د حيرانتيا خبره دا ده چې يوه ورځ وروسته يې د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري پخلی وکړ چې دغه ليدل کتل په اتلسم فروري په اسلام اباد کې ټاکل شوي دي.

د افغانستان حکومت لا په دې اړه رسمي غبرگون نه دی ښودلی خو د اجرايیه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم مطبوعاتو ته ويلي د پاکستان او طالبانو تر منځ د غونډې په اړه څه ويل به د وخت نه وړاندې خبره وي. ښاغلي ميثم ويل افغانستان هيله لري چې خبرې بايد د رياست په کچه د بل رياست سره وشي او د ترهگرو سره کيناستل او خبرې کول به شخړه هواره نه کړي.

د پاکستان لخوا طالبانو ته رسمي بلنه ښايي چې دغه کار گني د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه وي خو د پاکستان د خارجه چارو وزیر د ولسمشر اشرف غني په وينه او مينه شريکو پښتنو سره خواخوږي د پاکستان په چارو کې مداخلت بلي.

د پاکستان ميډيا او حکومت پلوو پاکستانيانو په سوشل ميډيا يو حل راغستلی و او د هرې خوا يې دا تورونه لگول او تاثر ورکولو چې پي ټي ايم د افغانستان او هند لاس پوڅې تنظيم دی. ځيني پاکستاني مطبوعاتو خو د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د غدار او جاسوس په توگه معرفي کول پيل کړل کله چې ښاغلي داوړ د ولسمشر د ټويټ مننه وکړه.

د پاکستان وزير اعظم د طالبانو د وفد سره يو په يو ليدل ډېر سوالونه راپورته کوي او څېړنکاران وايي دا يو داسې تاثر خوروي چې گنې پاکستان طالبان د افغانستان د حکومت سره برابر مني. يو شمېر افغانانو دا د پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډ مداخلت گرځولی.

هسې خو د پاکستان او د طالبانو اړيکې ډېرې زړې او پخې دي خو يو څو مثالونه به يې په دې تعلق لږه نوره رڼا واچوي چې پاکستان طالبان څنگه د خپلو هدفونو د پاره استعمال کړي او طالبانو د پاکستان سره د نزدې اړيکو نه کومې گټې پورته کړي دي.

د طالبانو د واک په وخت کې د هند د مسافرو ډکه الوتکه د نېپال نه تښتول کيږي او په کندهار کې کوزيږي چې څو ورځې يې مسافر په دغه الوتکه کې د فندهار په هوايي ډگر ښه ساتلي وو.

د مسافرو د خلاصولو د پاره د هند حکومت مجبور کړل شو چې درې پاکستاني چې يو پکې د جيش محمد مشر مولانا مسعود اظهر هم و د هندوستان د جيل نه ازاد کړي او په بدل کې يې د جهاز دننه يرغمل شوي مسافر ازاد کړل شي. د هندوستاني جهاز د تښتولو تور د پاکستان په استخباراتي اداره اي ايس اي پورې شوی و خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وو. جیش محمد نن په هندي کشمیر کې د ترهګریز برید ذمه واري منلې او په دې برید کې شاوخوا 40 پولیس وژل شوي دي.

طالبانو ته د پاکستان سره د نزدې اړيکو گټې په څو چنده دي ځکه چې دوی په مستقله توگه په افغانستان کې په يو ځای نه شي پاتې کېدلی نو کولی شي خپلې کورنۍ په پاکستان کې وساتي.

د رپورټونو له مخه په پاکستان کې ورته نورې مرستې لکه زخميانو ته دارو درمل او د امريکايي او افغان چارواکو له مخه په افغانستان کې ورته د جنگ د پاره د تربيې ځايونه هم ورکړل کيږي. د طالبانو پخوانی مشر مولوي اختر محمد منصور په پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ د ایران سفر کړی وو او چې له را ستنېدو وروسته په لاره د امريکايي ډرون په بريد کې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې ووژل شو او ويل کيږي د طالبانو اوسنی مشر مولوي هېبت الله هم د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د شورا د لارې مشر وټاکل شو.

که هر څو د امن په اړه خبرې روانې دي او هيلې او انديښنې ورځ تر بله بدليږي خو د ناټو مشر جينز سټولټنبرگ د طالبانو سره د روانو خبرو اترو د پايلو په اړه ډاډمن نه دی. مطبوعاتو ته په خبرو اترو کې ښاغلی سټولټنبرگ وايي طالبان په ميدان کې جنگ نه شي گټلی او وايي ناټو غواړي داسې حالات جوړ کړي چې د جگړې سياسي حل راووځي. هغه وايي دوی نه پوهيږي چې داسې به وشي خو ولې بيا هم اميد ساتي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم دغې ته ورته نظر وړاندې کړی وو. نوموړي د کانګرس ګډې غونډې ته د فرورۍ په 5مه ویلي وو، معلومه نه ده چې له طالبانو سره به خبرې کامیابې شي که نه، خو وایي که خبرې کامیابې شي نو په افغانستان کې به د پوځ شمېر کم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG