په قبایلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند د خېبرپښتونخوا مرستیال مشر اخونزداده چټان په کور توغندی داغل شوی، بريد کې کورته زيان اوختی دی.
تېره شپه د مومند ايجنسۍ ساپو تحصيل په کندهارو کې په يو بريد کې د ملېشې ځواک يو عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
د باجوړ ايجنسۍ د پوليټيکل چارواکو په وېنا دغه پېښه د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وېنا د بريد په وخت د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان خپله په کور کې موجود ؤ خو د برید په پایله کې زاني زيان نه دی اوختی او د کور يو اړخ تباه شوی دی.
د چټان کور د باجوړ ايجنسۍ د مرکزي تحصيل خار په امانکوټ علاقه کې دی.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
په سياسي مشر یوه موده وړاندې د سلارزو تحصیل په ماندل علاقه کې بمي چاؤدنه هم شوې هغه پکې روغ وتی او ګاډی یې تباه شوی ؤ.
د افغانستان سره په پوله پرته علاقه باجوړ کې وخت په وخت په ځايي مشرانو او امنیتي ځواکونو بريدونه دوام لري.
بل لور ته د مومند ايجنسۍ په ساپو تحصیل کې تيره شپه د ملېشې ځواک په پوسته بريد کې د ملېشې يو عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
ساپو تحصيل کې پرون د شنبې/ خالي په ورځ د پوليو د کارمندانو د څار په يوه ډله وسله وال بريد کې دوه تنه وژل شوي وو.