د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) درېم روانې سيالۍ په وروستي پړاؤ کې دي، د پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز ترمنځ سبا ۲۰م مارچ د سه شنبې/ نهې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې د ايليمينېټر ۱ سيالي ټاکل شوې ده.
د پېښور او کوټې په لوبډلو کې چې کومه يوه بريالۍ شي هغه د کراچۍ کنګز لوبډلې سره په دوېم ايليمينېټر کې مخامخ کيږي، دا دواړه لوبې به د پاکستان په وخت ماښام په اووه بجې پېل کيږي.
د کراچۍ کنګز سره به بريالۍ لوبډله په ۲۱م مارچ هم په قذافي لوبغالي کې مخامخ کيږي.
په دوېم ايليمينېټرکې ګټه ترلاسه کوونکې لوبډله به په فاينل کې د اسلام اباد يونائټډ لوبډلې سره سیالي کوي.
د اسلام اباد لوبډلې تېره شپه د کراچۍ کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده.
د پي اېس اېل درېم فاينل د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې په ۲۵م مارچ ټاکل شوی دی.
د پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز بهرملکي لوبغاړي به نن پاکستان ته راځي.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افريدي وي او ای ډيوه ته ويلي چې " په لوبډله کې شامل ټول لوبغاړي يې پاکستان راتلو ته تيار دي".
خو راپورونه وايي د کوټې د لوبډلې ځينې بهرملکي لوبغاړي پاکستان ته نه راځي او په دغسې کېدو د کوټې لوبډلې مالک نويد عمر د خفګان څرګندونه کړې ده.
نوموړي د پاکستان په کرکټ بورډ غږ کړی چې بل ځل له دې هغه بهرملکي لوبغاړي اخلي کوم چې بيا پاکستان راتلو ته تیار وي.
کوټه ګلېډي اېټرز تېر دوه ځله د پي اېس اېل فائنل ته رسېدلې خو ګټه يې نه ده ترلاسه کړې.
تېر کال د پي اېس اېل اتلولي د پېښور زلمي لوبډلې ګټلې وه.
په پي اېس اېل درېم کې دې ځل شپږ لوبډلې ولوبېدې له دې وړاندې په دوه ځله ترسره شوؤ سيالیو کې پينځه لوبډلې لوبېدلې وې.
د اسلام اباد يونائټډ د ۱۴ پوائنټونو سره په لمړي نمبر، کراچۍ کنګز د ۱۱ سره په دوېم، پېښور زلمي د ۱۰ سره په درېم، کوټه ګلېډي اېټرز هم د ۱۰ پوائنټونو سره په څلورم نمبر ده.
ملتان سلطانز چې نوې شامل شوې او لاهور قلندرز دواړه د سیاليو نه بهر شوي دي.
ملتان سلطانز په ۱۰ سياليو کې څلور ګټلي او لاهور قلندرز په ۱۰ کې درې ګټلي دي.