لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خطاط روشان: د منظور پښتین خولۍ د پښتنو د حق غوښتنې سمبول شوه


په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره د احتجاجي غونډو مینه والو ستر نښان د سرو خولیو پر سر کول دي.

کله چې څوک د چا پر سر سره خولۍ وویني نو هرومرو ورته د منظور پښتون روانه مبارزه ور یادېږي او د نوموړي د دې مبارزې د ملاتړ لپاره بیا په بازرونو کې د سرو خولیو په اخیستو پسې ګرځي.

په کوزه پښتونخوا کې منظور پښتین چې د پښتنو د حقونو د تر لاسه کېدو لپاره یې کومه مبارزه پیل کړې، د انساني هنر له پامه پټ نه دی پاتی شوی.

استاد روشان خطاط د افغانستان په خوست کې د لاسي هنر یو له هغو ځوانانو څخه دی چې د منظور پښتین انځورونه یې د قلم په ځانګړي مهارت رسم کړي دي. ښاغلي روشان له ډیوې سره په خبرو کې وویل:

"د منظور پښتین مینه وال زیات شوي او که څوک یو ځل ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کړي نو خامخا به یې د هغو ځوانانو پروفایلونو ته ور پام شي چې د منظور پښتین انځورونه یې خپلو پروفایلونو ته پورته کړي وي".

نوموړي زیاته کړه، له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې د منظور پښتین انځور په قلم جوړ کړي. روشان خطاط وایي هیله من دی چې د ده دغه کوچنۍ هڅه د عدالت په پلي کېدو کې د دې تحریک له پیل شوې مبارزې سره مرسته وکړي:

"د منظور پښتین هغه انځورونه چې ما په قلم جوړ کړي نه یواځې به په په فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې د خلکو زیاته پاملرنه را جلب کړي، بلکې خلک به یې په کورونو او حجرو کې هم ولګوي".

په قلمي هنر د منظور پښتین جوړ شوي انځورونه چې څوک هم وویني نه یواځې په خواله رسنیو کې د هغه د مبارزې په ملاتړ لیکنه کوي بلکې غواړي چې د پښتون کلچرهم پر خپل ځان عملي کړي.

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ په کابل ښار کې د روان پرلت یو ګډونوال میرویس عالمي وايي، دوامداره باران یې د سرې خولۍ د را نیولو مخه ونه شوه نیولای. هغه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"خولۍ مې واخیسته خو دا د هغې مبارزې یوه نښه ده چې د پښتنو د حقونو د تر لاسه کېدو لپاره په کوزه پښتونخوا کې دوام لري".

په ټولنیزو رسنیو کې د منظور پښتین په قلم جوړ شوي انځورونه په داسې حال کې لاس په لاس کیږي او ځوانان یې پښتون کلچر ته د ودې ورکولو په هدف په خواله رسنیو کې ملاتړ کوي چې په پاکستان کې د پښتنو ځوانانو له خوا د انساني حقونو د تر لاسه کېدو لپاره د پښتون ژغورنې تر عنوان لاندې مدني مبارزه دوام لري.

ټاکل شوې یوه اوونۍ ورورسته په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ستره ولسي غونډه ولري او وروسته به په سلام اباد کې یو ځل بیا ستر پرلت پیلوي.

دغو مبارزینو ویلي، تر هغې چې په پاکستان کې ورته انساني حقونه ور نه کړل شي او غوښتنې یې ونه منل شي دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG