لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د يو اېن اېچ سي ار پخوانی کارمند بې درکه شوی


سيد بلال اغا
سيد بلال اغا

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) پخوانی کارمند سيد بلال اغا بې درکه شوی دی.

د بلال اغا پلارنۍ سيمه د بلوچستان پشين علاقه ده د هغه د ورور سيدجهانګيرشاه په وېنا "بلال اغا د تېرې سه شنبې/ نهې په ورځ په شاهراه فېصل سړک باندې ائيرپورټ پله په ټېکسي کې روان ؤ او بې درکه کړی شوی دی".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې جهانګير وويل بلال د تېرو ۱۵ کالو راهسې د يو اېن اېچ سي ار د کراچۍ په دفتر کې د فيلډ افسر دنده ترسره کوله.

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار د دفتر ترمخه د نوموړي دنده د ۲۰۱۷م په دسمبر کې ختمه شوې ده.

جهانګير وويل دوي ته د هغې وروستود بلال د بې درکه مالومه شوه چې هغه کوټې ته ونه رسېدو، بيا دوي د ائيرپورټ او د (ان لائن) ټېکسي ډرائيور نه مالومات وکړه.

ډرائيور دوي وويل چې په شاهراه فېصل سړک باندې په نرسرۍ نومې ځاې کې په ټېکسي پسې تور (ویګو) ګاډي دوي ودرولي او بلال اغا يې ښکته کړو ځان سره يې بوتلو.

جهانګير وويل دوي په سمدستي ډول په فېروزاباد پوليس سټېشن کې د بلال د تښتولو مقدمه درج کړې او نورې اړونده ادارې يې هم خبر کړي دي.

هغه وويل دوي په کراچۍ کې خپل د هوټلو کاروبار لري او بلال د يو اېن اېچ سي ار د دندې پرېښودو وروستو څه کار نه کولو.

نوموړي وويل تراوسه ورته هیڅ خبر نه دی ترلاسه شوی چې بلال چرته دی او نه ترې چا د تاوان غوښتنه کړې ده، هغه دا هم وويل چې د چا سره شخصي دښمني هم نه لري.

د فېروز اباد پوليس مشر زوالفقار بهنګوار ډيوه سره په خبرو کې وويل ، دوي د پېښې پلټنې پېل کړي دي خو تراوسه په دغه اړوند کوم پرمختګ نه دی شوی.

هغه وويل دوي لټون کوي او دا مالوموي چې د پېښې علت څه دی ایا هغه د تاوان دپاره تښتول شوی يا بل چا اوچت کړی دی.

نوموړي وويل هغه د ملګرو ملتونو سره هم پاتې شوی نو د هغه کورنۍ به هم په دې اړه ويلی شي چې د هغه د بې درکۍ کوم علتونه کېدی شي.

خو جهانګير شاه وايي له دې وړاندې کله دغه ډول پېښه نه ده رامنځته شوې او نه دوي ته چا څه ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG