لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل پرلت: تر څو په پاکستان کې د پښتنو غوښتنې ونه منل شي احتجاج به مو دوام ولري


د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت څلورمې ورځې ته وغزېد.

په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د پورته شوي غږ ملاتړ لا هم په کابل کې دوام لري او نن یې څلورمه شپه ده چې په حضوري چمن کې په لګول شوې خیمه کې لسګونه ځوانان په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د حقونو د ملاتړ لپاره په روان پرلت کې برخه اخلي.

د وطن پالونکي غورځنګ له خوا پیل شوی مدني حرکت د کوزې پښتونخوا له مېشتو پښتنو، هزاروو او قبایلو سره د پاکستان د حکومت له خوا د روانو بې عدالتیو د پای ته رسولو او هغوی ته د ټولو انساني حقونو د ورکولو غوښتنه کوي.

د کابل پرلت یو تن ګډونوال محمدالله وزیري له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وول:

"په کوزه پښتونخوا کې د پښتون غورځنګ د حق غوښتنې باید ومنل شي ځکه چې غوښتنې انساني او حقوقي دي، د کابل پرلت د دوی د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي او زموږ د حق نعرې غږ باید نړیواله ټولنه واوري".

همداراز د دې احتجاجي پرلت یو بل تن ګډونوال ایمل بریال وايي، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون غږ د پورته کولو لپاره د پاکستان حکومت له خوا پر هغوی مېډیا بنده شوې، په عدالتونو کې یې په ضد مقدمې ثبت شوې او له هغوی سره لا هم زورزیاتی روان دی.

بریال زیاته کړه د کابل پرلت په کوزه پښتونخوا کې د مېشتو پښتنو د روانې مبارزې د ټولو بشري حقونو ملاتړ کوي او وايي د ولسونو یو ستر قوت یې تر شاه ولاړ دی او هیڅوک نه شي کولای د روانې مبارزې د حق غوښتنې اواز یې په بېلابېلو پلمو خاموشه کړي. نوموړي وویل:

"د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته زموږ خپل ولس پروت دی او موږ د یو جسم دوه غبرګ اندامونه یو او موږ غواړو د هغوی په حمایت نړیوالې ټولنې ته یې غږ ورسوو او که بیا هم د پښتنو د عدالت غوښتنې غږ وا نه ورېدل شي، موږ یو ستر قوت یو او د روانو ظلمونو پر وړاندې به سره کرښه وکاږو او نور دا روان جبر زموږ لپاره د منلو نه دی او د ظلم پر ګدۍ ناست واکمنان به له یوه شدید زوال سره مخامخ کیږي".

د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغونې غورځنګ په ملاتړ د کابل پرلت څلور ورځې وشوې، خو په پاکستان کې لا هم د بلوڅو او پښتنو د ټولو بشري او انساني حقونو د تر لاسه کولو په هدف پیل شوې مدني مبارزه دوام لري.

په پاکستان کې د ولسونو د مبارزې ګډونوالو ویلي تر هغې چې غوښتنې یې د پاکستان د حکومت له خوا ونه منل شي اعتراضونه به یې دوام وکړي او ټاکل شوې چې په پېښور، سوات، وزیرستان او کراچۍ کې تر سترو ولسي غونډو وروسته به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو ځل بیا احتجاجي ناسته پیل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG