لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن: تېرو ۵ کلونو کې ۵۰۹ هزاره ګان په ترهګرۍ کې وژل شوي


د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وایي، په تېرو پینځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

خو هزاره ګان وایي چې دا شمېر تر دې څو چنده لوړ دی او په یاده شوې موده کې یواځې ۲۰۰ تنه هزاره ګان په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي، چې وایي د ټولو شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ تنه دی.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي کمیشن د نهې- سه شنبې په ورځ "د هزاره ګانو په ځورونو پوهېدنه" تر سرلیک لاندې خپاره کړي رپوټ کې د هغو پېښو تفصیل وړاندې کړی، چې د ۲۰۱۲م کال له جنورۍ د ۲۰۱۷م کال تر دسمبره د بلوچستان د کورنیو چارو دفتر ورکړی.

په کوټه کې خبري غونډې ته د بشري حقونو د کمیشن یوې مشرې فضیلې الیاني ویلي، چې دغه هزاره ګان په ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي:

"دغه ۵۰۹ هزاره ګان یواځې په کوټه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. ډار او خطرونو دوی [هزاره ګان] مجبوره کړي چې نورو هېوادونو ته کډه شي"

د بشري حقونو کمیشن په خپل رپوټ کې وایي، چې د ترهګرۍ پرله پسې بریدونو د هزاره قوم د خلکو تعلیم، مذهبي مراسمو، روزګار او د ژوند نورې چارې اغېزمنې کړې دي او دوی د پخوا غوندې په لوی زړه په ښار کې نه شي ګرځېدای.

په کوټه کې د هزاره قوم خلک پر هزاره مېرمنو د هدفي برید په ضد احتجاج کوي. ۲۰۱۶م کال
په کوټه کې د هزاره قوم خلک پر هزاره مېرمنو د هدفي برید په ضد احتجاج کوي. ۲۰۱۶م کال

پر هزاره توکمه شیعه ګانو باندې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ترهګرۍ بریدونه په ۲۰۰۳م کال کې پیل شوي، چې د هزاره قوم د مدني او سیاسي فعالانو په وینا په دې شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې تر ۱۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرګونو ټپیان شوي دي.

پر هزاره ګانو د بریدونو ذمه اکثر سني وسلوالې ډلې لشکرِ جنګوي پر غاړه اخیستې ده. د هزاره قوم یوه مدني فعاله حمیده وایي پر هزاره ګانو چې څومره بریدونه شوي دي پکې لاس لرونکي تر اوسه نه دي نیول شوي:

"قاتلان تر اوسه نه دي نیول شوي، څومره بمي چاودنې او هدفي بریدونه وشول په هغوی کې یو هم- چې وایي نامعلوم دي- مخې ته نه دي راغلي"

رپوټ وایي د ترهګرۍ د پېښو د مخنیوي په خاطر په کوټه کې د هغوی د اوسېدو پر سیمو (مري اباد) او (هزاره ټاون) باندې له تېرو څو کلونو د ملېشه ځواکونو ۱۹ پلټنې په امنیت ګومارل شوې دي او همدارنګه امنیتي پولیس له کوټې تر تفتانه ایران ته د تلونکو زیارت کوونکو هزاره ګانو امنیت هم ساتي.

پر هزاره ګانو د بریدونو په نتیجه کې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په زرګونو هزاره کورنۍ د پاکستان نورو ښارونو او یا هم نورو هېوادونو ته کډه شوې دي، خو په بلوچستان کې لا هم د دوی بر خلکو وخت په وخت بریدونه دوام لري.

خو د بلوچستان اوسنی ایالتي حکومت وایي په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې یې امنیت تر پخوا ښه کړی او پر هزاره ګانو هدفي بریدونه هم کم شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG