لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ په حبيب پوهنتون کې نوروز نمانځل شوی


د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچۍ کې په يو شخصي پوهنتون (حبيب يونیورسټۍ) کې د نوروز جشن راجوړ شوی او د پوهنتون د بېلابيلو څانګو هلکانو او جینکو زدکوونکو سره استازانو په ګډه نوروز نمانځلی دی.

د حبيب پوهنتون هلکانو او جينکو زدکوونکو په ګډه دغه دستوره راجوړه کړې او دا چې نوروز د افغانستان سره په نورو کومو هېوادونو کې په څه ډول نمانځل کيږي وينا کوونکو او زدکوونکو پرې يو بل سره مالومات شريک کړه.

د دستورې په سر کې په پوهنتون کې د پښتو ژبې استاز علي ارقم په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نوروز په تاريخ رڼا واچوله چې په افغانستان کې نوروز کله او څنګه نمانځل کيږي او کوم ډول جشنونه پکې راجوړيږي.

له دغې وروستو د يونيورسټي اف اکنامکس پراګ استاز او خبريال پامير ساحل د نوروز په اړوند خبري ویډيو وړاندې شوه چې پکې نوموړي د افغانستان نه علاوه په ايران، ازربايجان، ترکمانستان، ازبکستان او ترکي کې د نوروز نمانځلو په اړوند خبرې وکړې.

هغه وويل، "نوروز يا نوی کال په افغانستان او ايران کې د هجري شمسي په حساب نوی کال وي ځکه چې په افغانستان کې عيسوي کال نه وي".

هغه وويل په افغانستان کې د کال د مياشتونومونه په عربۍ او پښتو کې او په ايران کې د مياشتو نومونه په فارسۍ کې اېښودل شوي دي.

نوموړي وويل په پاکستان کې اهل تشيع او پارسيان او په هند کې هم پارسي خلک نوروز نمانځي او د سپرلي د راتګ په هرکلي نوروز نمانځلی کيږي.

پامير ساحل په افغانستان د نوروز په ورځ د وچو مېوؤ نه د شربت جوړولو وويل او په نورو ملکونو کې يې د نوروز په نمانځلو رڼا واچوله.

د پوهنتون په اډيټوريم کې د نوروز راجوړې دستورې ته د پوهنتون کې د سيمه ييزو ژبو د څانګې (ارزو سنټر) مشر ډاکټر اصف فروخي د اردو ژبې اديب محمدحسېن ازاد د کتاب (دربار اکبري) نه په هند کې د نوروز نمانځلو په اړه خبرې وکړې چې په ځانګړي ډول د مغل باچا اکبر په دربار کې به څه ډول نوروز نمانځل کېدو.

دستورې ته په شيعه اواسماعيلي کلتور کې د نوروز نمانځلو په اړوند هم تفصيلات وړاندې کړل شو.

د نوروز په نوم راجوړې خوندورې دستورې په اخره کې شيرينې وويشل شوه او هلکانو او جينکوپه ګډه د نوروز په سندرو رقص وکړو.

د نوروز په مهال د حبيب پوهنتون په کېنټين کې د خوراکونو قيمتونه هم کم کړی شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG