لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: څلوېښت کلنه میراثي جګړه باید ختمه شي


په افغانستان کې د ۱۳۹۷ لمریز کال لومړۍ ورځ په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شوه. د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو لپاره د افغانستان د پلازمېنې کابل د کارته سخي په زیارت کې سلګونه کسانو د جنډې پورته کولو په مراسمو کې برخه واخیسته.

ولسمشر اشرف غني هم په ارګ کې د نوي کال د پیل په مناسبت خبرو کې په هېواد کې د سولې په راتګ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، افغان ولس د سولې لپاره اجماع لري، چې دا څلوېښت کلنه میراثي جګړه ختمه شي.

"زموږ بله مهمه وظیفه سوله ده، په دې کې دې هیڅ شک پاتې نه وي چې د افغانستان ولس اجماع لري، سوله دې راشي او دا د جنګ میراث چې څلوېښت کاله یې زموږ ژوند تریخ کړی باید پای ته ورسیږي".

د نوي کال د پیل په مراسمو کې د تېرو کلونو په څېر دا ځل هم ګن شمېر حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو ګډون وکړ او ویناوالو د امن، ارامۍ او په هېواد کې د ټولو قومونو پر یووالي او د هیواد پر پرمختګ ټینګار وکړ.

د کارته سخي زیات د نوي کال د جشن د لمانځلو ګډونوالو هم د سولې او امن غوښتنه وکړه. د کابل ښار اوسېدونکي ګل محمد له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل:

"د کارته سخي زیارت په جشن کې مو برخه واخیسته، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه خلکو د نوي کال په دې جوړ شوي جشن کې برخه واخیسته او نوروزي یې تجلیل کړه، زه ټولو هېوادوالو ته د نوي کال مبارکي وایم".

په کابل کې د کارته سخي په زیارت کې د نوروز جشن.
په کابل کې د کارته سخي په زیارت کې د نوروز جشن.

افغان ولس هیله من دی چې نوی کال به د امن، ارامۍ او پرمختګ کال وي او په همدې تړاو په کارته سخي زیارت کې د نوي کال په هدف د جوړو شویو مراسمو ګډون کوونکی رمضان وايي، د افغانستان خلک سوله او امن غواړي:

"موږ له خدایه سوله غواړو، روانه بدبختي دې ورکه شي او هغه شمېر هیوادوال چې دا مهال په بهرینو هېوادونو کې د مهاجرت ژوند کوي هغوی هم راشي او په یو اتفاق سره د افغانستان د ابادۍ لپاره کار وکړو".

د نړۍ په ګن شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نوي لمریز کال د لومړۍ ورځې د پیل لپاره د جنډې پورته کېدو تر څنګ د خوښیو په بېلابېلو مراسمو سره په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې نن شاوخوا دوولس بجې د کارته سخي زیارت پر جشن ځانمرګی برید وشو.

افغان امنیتي چارواکو ویلي، برید کوونکي غوښتل چې په سخي زیارت کې د نوي کال د لمانځلو مراسمو ته ځان ورسوي، خو بریدګر د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون ته څېرمه په عمومي سړک د جشن له مراسمو د ولسي خلکو د واپسۍ په مهال په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چاولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې ځان وژونکې حمله کې ۲۶ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي، چې ذمه یې داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG