لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې په تيرو شپږو ورځو کې هره دويمه ورځ بمي حمله شوې


د روانې میاشتې مارچ د ۱۷م نه تر مارچ ۲۱ م پورې په افغانستان کې په ترهګرۍ تورنو ‌‌‌‌‌‌ډلو يوه ورځ بمي حمله کړې او بله ورځ يې دمه کړې ده.

په تيرو شپږو ورځو کې تر ټولو غټه بمي حمله پرونۍ وه په دغه حمله کې د وژنو شمېره ۳۲ ته رسېدلې ده.

پرون د چهارشنبې/ شورو په ورځ ترسره شوې حمله د نوي کال په لومړۍ ورځ کابل کې شوې وه او داعش يې پړه منلې وه.

پروني بريد کې د ۵۰ نه زيات کسان وژل شوي دغه بريد د نوروز په مهال شوی ؤ.

د ۱۹م مارچ برید

د دوشنبې/ ګل په ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو.

په جلال اباد کې بمي چاؤدنه د موټر سائيکل د لارې شوې او سياسي لاريون پکې په نخښه شوی ؤ.

د رويټرز ترمخه د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ويلي ؤ دغه بريد د پخواني قوماندان ګلبدين حکمتيار د سياسي لاريون نه بيرته په تلونو خلکو شوی ؤ.

د دغه چاؤدنې زمه واري چا نه وه منلې خو په ننګرهار کې له دې وړاندې بمي چاؤدنو او حملو زمه واري طالبانو يا داعش منلې ده.

د ۱۷م مارچ بمي چاؤدنه

د شنبې/ خالي په ورځ کابل کې د موټر د لارې بمي چاؤدنه شوې او لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

د کابل د بريد په اړوند ويل شوي وو چې بهرني کارکوونکي پکې په نخښه شوي خو د کورنيو چارو د وزارت ویان نجيب دانش ويلي ؤ چې په چاؤنه کې ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي وو.

د دغه چاؤدنې زمه واري طالبانو منلې او ويلي يې ؤ بهرملکيان يې پکې په نخښه کړي وو.

افغانستان کې د تشدد تازه پېښې

افغانستان کې د تشدد او ترهګرۍ تازه پېښې په داسې حال کې دوام لري چې په وروستيو کې افغان صدر اشرف غني په طالبانو د سولې د خبرو غږ کړی دی.

د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې ښاغلي اشرف غني طالبانو ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ،

"د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم ځواب نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG